یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سنیان په ایران کې د مسجد جوړولو اجازه نه لري

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 7, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
15
ځلې شریک شوی
182
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په ایران کې د خمیني له انقلاب څخه اته‌دېرش کاله کېږي. په ۱۳۵۷ل کال کې خمیني د ایراني ولس په مرسته د شاه حکومت نسکور کړ او پر ځای یې د جمهوري اسلامي په نامه د حکومت اساس کېښود. خمینې له انقلاب څخه د مخه له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې د انقلاب د کامېابېدو په صورت کې به دوی ته بشپړه ازادي ورکوي. سني مشرانو هم د خمیني د ژمنې په تمه له هغه سره مرسته وکړه او د انقلاب په راوستو کې یې فعاله ونډه واخیست.

د انقلاب له بریالیتوب وروسته خمیني له سنیانو سره په ژمنو کې پاتې راغی او په سنیانو باندې حلقه د پخواني شاه له دورې څخه هم ډېره تنګه شوه، تر دې چې اوس تهران کې مېشت سنيان د جومات جوړولو حق هم نه لري. د شاه له دورې چې کوم جوماتونه پاتې وو د هغو د بیا ودانولو اجازه نه شته او په ځانگړي ډول په تهران کې د سنیانو ټول جوماتونه وتړل شول.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

مولانا عبدالحمید په ایران کې د سنیانو مشر په دې اړه وايي چې په تهران کې د سنیانو د جوماتونو او لمونځ کولو د ودانیو د ویجاړولو په تړاو یې د ایران انقلابي مشر علي خامنه‌اي ته څو وارې لیکونه استولي، خو په دې اړه یې کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی، مولانا عبدالحمید زیاتوي چې ډېری جوماتونه د ښاروالۍ او ښاري پلان په پلمه له منځه وړل شوي چې دا په داسې حال کې ده چې د تهران ښاري پلان په ډېرو ځایونو کې له منځه وړل شوی دی، خو چا ورته ارزښت نه دی ورکړی، یواځې د سنیانو جوماتونه بیا له دې کبله ویجاړېږي.

اوس مهال په تهران کې سنیان جومات نه لري او د دوی تر ټولو وروستی جومات صالحیه نومېده، چې موده وړاندې د حکومتي چارواکو له لوري وتړل شو.

د تهران سنی مېشتي د جمعې د لمونځ د ادا کولو له پاره په کرایه ځایونه نیسي، چې له څه وخت وروسته هغه هم بیا د حکومت له لوري وتړل شي، مولانا عبدالحمید اندېښنه ښکاره کړه چې د سنیانو ماشومان له دیني روزنې او تربیې څخه لرې پاتې کېږي او د دوی راتلونکی د اندېښنې وړ دی.

د ټولنیزو چارو فعال یو تن سني په دې اړه وايي، چې په تهران کې له انقلاب څخه د مخه هم د سنیانو جومات نه و، ځکه چې هغه وخت تهران کې سنیان ډېر نه وو، خو اوس په تهران کې سنیان ډېر دي او د جومات جوړولو اجازه ورته نه شته. دغه فعال زیاتوي چې موږ فکر کاوه چې د انقلاب په راتلو سره به پر سنیانو دا بنده حلقه خلاصه شي، خو دا ونه شول او د شاه له زمانې حالات نور هم خراب شول.

جلال جلالي د سیاسي چارو سني فعال او د اتحاد اسلامي ایران ګوند او په پارلمان کې د کردانو پخوانی غړی په دې اړه وايي چې تهران د نړۍ یوازېنۍ پلازمېنه ده چې سنیان په کې جومات نه لري. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په تهران کې د سنیانو له پاره د جمعې د لمونځ ادا کولو له پاره نهه ځایونه دي، خو مولانا عبدالحمید وایي چې دغه ځایونه جوماتونه نه دي یوازې د جمعې د لمونځ اداکولو له پاره جوړ شوي دي او دا هم ځینو خلکو خپل کورونه وقف کړي او په ځینو ځایونو کې هم په کرایه باندې ځایونه نیول شوي دي.

ایراني شیعه مشران د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د شیعه لږه‌کیو د حقونو له پاره په نورو نیوکې کوي. د دوی ملېشې په سوریه او عراق کې د لږو شیعه اوسېدونکو د ساتلو له پاره په زرګونه انسانان وژني او بحرین، کویت او سعودي په دې تورنوي چې شیعه ګانو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي، خو دوی په خپله بیا د دې زغم نه لري چې ایراني مېشتي سنیان د لمونځ کولو له پاره جومات ولري. دوی یوازې په تهران کې د سنیانو مخه نه نیسي، دا ستونزه د ایران په نورو لویو ښارونو کې هم شته ده.

 

مخکینې مطلب

انقلابی که من دیدم (بخش سوم)

بل مطلب

 له کندهاره د سولې غږ

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com