یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

 له کندهاره د سولې غږ

حافظ ننګیال نشرونکی: حافظ ننګیال
نوومبر 8, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې غږ چې له هرې خواوي دافغانانو په ګټه دی او هرڅوک چې په سوله کې مرسته وکړي هغه به د افغانانو ریښتینی خواخوږی وي چې په افغانستان کې د۳۶کالوراهیسې روانه جګړه پرې پاې ته رسیږي هغه غږ په هرافغان خوږ لګیږي.

د کندهار شورا د جنګ له دواړو ښکېلو خواو غوښتي، چې نور له جګړو لاس واخلي او د وژلوپرځای دی د سولې لپاره هڅې پیل کړي، که څه هم د کندهار د شورا خبره د حکومت له کوره یو غږ دی، چې که د مرکز په نمایندګۍ وي او که د کندهار د شورا خپل غږ وي، خو دافغانانو لپاره ګټور غږ دی.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د ۲۰۰۱کال راپدیخوا چې امریکا پر افغانستان یرغل کړی دی او هره ورځ دافغانانو له کورونوپه عملیاتو او بمباریوسره جنازې باسي د۱۵کالو په تيرېدو سره دکندهار دشورا خولې د موچي په رینه ګنډلې وې او که د بهرنیوهوایي ځواکونو لخوا ورته دافغانانو په کورونو، جوماتونو، ودونو او جنازو بمبارۍ نه ښکاریدې، چې د ودونو په مراسموکې ېې هم د ودونو په خوشحالیو راټول شوي افغانان د مرګونو په ویراخته کړل.

په هرحال که په تیرو ۱۵کالو کې د کندهار شورا کڼه وه او که ړنده خو اوس ېې سترګې وغړیدې، چې پرښکېلودواړو خواو حکومت او ‌طالب وسله والو ېې غږ وکړ، چې د سولې لپاره هڅې پیل کړي، خو دا هڅې به څرنګه او څوک پیلوی؟

د کندهار شورا اوس پدې پوهه شوه، چې په افغانستان کې د جګړې قربانیان افغانان او ګټې ېې نورو ته رسیږي ښه خبره ېې کړې ده، خو کاش دا خبره او غږ ېې ۱۵کاله دمخه کړی وای، کاش دمخه د کندهار شوراپه دې پوهیدلې وی، چې د جګړې قربانیان افغانان او ګټې ېې نورو ته رسیږي.

د کندز پربې ګناه ښځو،نارینه او ماشومانو چې حکومت او د بهرنیو هوایي ځواکونو پرې بمبار وکړ او پکې ېې دګلونوپه شان ماشومان شهیدان یواځې دافغانانو نه بلکې دټولې نړۍ کرکه او نفرت ترې پیداشو ، ښه شوه چې د کندهار شورا له ۱۵کلن خوبه راویښه شوه، ويې ویل دواړه خواوې دې د جګړې پرځای د سولې هڅې پیل کړي.

د کندهار دشورا یا د ملي یووالي په نوي نامه دنوې غونډې ګډونوالو څرنګه په تیرو ۱۵کالو کې په هیواد کې د حکومت او بهرنیوپوځونو وحشي وژنې وزغملې او څرنګه ېې تراوسه پورې ځانونه په داډول وژنو او وحشتونو خاموشه کړي وو؟

تیرکال چې په کندز کې پرروغتون بهرنیانو بمباري وکړه او پکې ېې پنځوس ډاکټران او دروغتون کارکوونکي شهیدان کړل په هغه میاشت کې د کندهارشورا د کال په خوب ویده وه او که ېې افغانی احساس نه لاره .

له کندهاره د سولې غږ دافغانانو لپاره یوښه زیری دی، کندهار د ډیرو ستروکارنامو ډک ولایت دی احمدشاه بابا له کندهاره دیوې لوېې جرګې په وسیله دافغانانو په رایه د هیواد ډوبیدنکې بیړۍ له ګردابه وژغورله .

د هیواد په اړه سترې پریکړې له کندهاره شوي دي ، کندهار و چې د ټول هیواد د حکومتولۍ لارښوونه به ترې کیده خو هغه وخت به له کندهاره چې کوم غږ وشو، هغه د کندهار داوسیدونکو خپل غږ او له کندهاره غږ پورته کوونکي کې به د خپل نظرخاوندان وو، چې د هیواد هرې برخې ته به ېې خپل غږ رساوه .

اوس خو په کندهارکې ولایتي چارواکي په خپلوکې سره  د نظر یووالی نه لري، دوی به دواړه خواوې څرنګه له جګړې را وګرځوي او سولې ته به ېې راوبلي.

که په رښتیا سره د کندهار د شورا دا غږ خپل غږ وي او دزړه له تله ېې دا غږ پورته کړی وي، نو په ټول هیواد کې دې د خپل غږ پلویان له ځانه سره ملګري او په ټول هیواد کې دي دسولې هڅې پیل کړي، ټول افغانان له جګړې کرکه لري او د سولې غوښتونکي دي.

ټول افغانان دکندهار د شورا دغږ هرکلی کوي ، ملاتړ ېې کوي خو د کندهار شورا دې دومره وکړي، چې په کندزکې دې د تیرې ورځې د بمباریو او شهیدانو پوښتنه وکړي، چې په کوم جرم دا معصوم ماشومان شهیدان کړل شول؟ دا جرئت دې هم دکندهار شورا وکړي، بیابه بهرنیان پوهه شي، چې په افغانانو کې زموږ څخه د وژلوکسانو دپوښتنې څوک شته، بیابه د جګړې پرځای سولې ته لاره پیداشي.

دکندهار شورا تراوسه پورې په افغانستان کې د جګړې پیل کوونکي نه دي پیژندلي، د جګړې دبندښت او سولې د راوستلو غوښتنه باید له هغه چاوکړل شي، څوک چې په افغانستان کې د جګړې قومانده په لاس کې لري اود جګړې پرځای سوله راوستلی شي.

مخکینې مطلب

سنیان په ایران کې د مسجد جوړولو اجازه نه لري

بل مطلب

کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزير له خپلې دندې استعفا وکړه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com