پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

پرته له کوم عذره د تل لپاره جمع پرېښودل

kabull نشرونکی: kabull
اگست 4, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام ۴زمري ۱۳۹۴ ترتیب کوونکی: خاموش مؤذن من کتاب الکبائر للامام شمس الدین محمد بن عثمان الذهبي خدای جل جلاله فرمایلي دي:  يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ 42 خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ43 ژباړه: په کومه ورځ چې سخته ویره راشي او دوی سجدې کولو ته وبلل شي نو بیا به یې نشي اداء کولای، سترګې به یې ټیټې او ذلت به  پرې خپرېدونکی وي حال دا چې(په دنیا کې) سجدې ته بلل کېدل، دوی روغ جوړ ؤ. کعب الاحبار وایي: دا آیت د هغو کسانو په اړه رانازل شوی دی چې له جماعت څخه پاتې کیږي.  امام التابعین سعید بن المسیب وایي: دا آیت د هغو کسانو په اړه نازل شوی دی چې روغ جوړ هم وي، (حی علی الصلاة او حی علی الفلاح) هم اوري خو د آذان ځواب نه ورکوي.  په صحیحینو کې راغلي دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: (قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په قبضه کې دی خلکو ته به امر وکړم چې لرګي راوړي او یو کس ته به امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، او زه به په هغو کسانو پسې ولاړ شم چې جماعت ته نه راځي. او د مسلم شریف په روایت کې دا الفاظ هم ورسره راغلي دي: ځوانانو ته به امر وکړم چې لرګي راټول کړي او زه په هغو کسانو پسې ولاړ شم چې بې عذره جماعت ته نه راځي او کورونه یې پرې وسوزوم.. څوک چې بې عذره جمع نه کوي د هغه لپاره سخت عذاب دی، ابو داود د سند په ملتیا د ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: (عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ سَمِعَ الْمُنَادِيَ فَلَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ اتِّبَاعِهِ عُذْرٌ قَالُوا وَمَا الْعُذْرُ قَالَ خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ لَمْ تُقْبَلْ مِنْهُ الصَّلَاةُ الَّتِي صَلَّى) ژباړه: څوک چې اذان واوري د نه راتلو عذر هم نه لري مونږ وویل: اې د خدای رسوله! عذر څه شی دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ناروغي او وېره نه وي په کور کې لمونځ نه بلل کیږي. ترمذي د ابن عباس څخه روایت کړی چې د یوه سړي په هکله ورڅخه پوښتنه وشوه چې د ورځې روژې نیسي او د شپې لمونځونه کوي خو جمع نه کوي ابن عباس رضی الله تعالی عنهما ورته وفرمایل: که دا کس مړ شي دی به په دوزخ کې وي. یو ړوند سړی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او و یې ویل: اې د خدای جل جلا له رسوله! زه څوک نلرم چې جومات ته مې راولي ایا ماته روا دي چې په کور کې لمونځ وکړم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه، بیا چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه، ایا ته اذان اورې؟ هغه وویل: هو، اذان اورم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: جومات ته راځه.د ابی داود په یو روایت کې راغلي دي چې عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله تعالی عنه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او و یې ویل: اې د خدای رسوله! په مدینه منوره کې ډیر ماران او لړمان دي او زه ړوند یم ایا ماته روا دي چې په کور کې لمونځ وکړم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (حی علی الصلاة او حی علی الفلاح) اورې؟ ابن ام مکتوم رضی الله تعالی عنه وویل: هو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دا بلنه منه او جومات ته راځه. حاکم په خپل مستدرک کې د ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی وایي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې اذان واوري او د عذر څخه پرته په کور کې لمونځ وکړي خدای جل جلا له هغه لمونځ نه مني، چا ورته وویل: اې د الله رسوله! عذر څه شی دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ډار او ناروغي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: خدای جل جلا له پر دریو کسانو لعنت وایي: څوک چې د یوې ډلې د امامت لپاره مخکې شي او هغه خلک پرې خوښ نه وي، بله هغه مېرمنه چې د مېړه سره شپه تېره کړي او مېړه یې ترې خفه وي او بل هغه کس چې (حی علی الصلاة او حی علی الفلاح) اوري او بیا هم جومات ته نه راځي. حضرت علي رضی الله تعالی عنه فرمایلي دي: د جومات د ګاونډي لمونځ د جومات څخه بغیر په بل ځای کې نه منل کیږي، چا ورته وویل: د جومات ګاونډی څوک دی؟ حضرت علي رضی الله تعالی عنه وویل د جومات ګاونډی هغه څوک دی چې اذان واوري. حضرت علي رضی الله تعالی عنه همدا ډول بل ځای ویلي دي څوک چې اذان واوري او جومات ته ولاړ نشي د هغه کس لمونځ د هغه د سر څخه نه تیریږي. حضرت ابو هریرة رضی الله عنه ویلي دي: څوک چې اذان واوري بیا جومات ته ولاړ نشي هغه کس ته دا ښه ده چې غوږونه یې د ویلي شوي قلعي څخه ډک شي. ابن مسعود رضی الله تعالی عنه ویلي دي څوک چې دا امید کوي چې د خدای جل جلاله  سره مسلمان مخامخ شي، پنځه وخته لمونخ دې پر خپل وخت وکړي   خدای جل جلاله په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت اداء کول سنت مؤکد ګرځولي ؤ، او که تاسو لمونځونه په کور کې و کول، د خپل پیغمر صلی الله علیه وسلم سنت به مو پرېښودلي وي، څوک چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت پریږدي هغه ګمراه شوی دی، مونږ به لیدل چې ښکاره منافق او یا مریض کس به جومات ته نه راتلل، داسې کمزوري کسان به هم جومات ته راتلل چې پر دوو نورو به یې تکیه وهلې وه بیا به د جمعې په صف کې د ثواب لپاره درېدل او د ګڼاه څخه به وېرېدل –

مخکینې مطلب

استعفاګانې او نیوکې د اسلامي امارت د اهدافو په وړاندې نشي خنډ کېدلای

بل مطلب

روژه په اسلامي هېوادونو کې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com