کابل ټکی کام چنګاښ ۲۱ ۱۳۹۴ لیکنه: مولوي رحمت الله روژه چې د ټولو مسلمانانو یوه شریکه فریضه ده؛ دا فریضه د اسلام مقدس دین په اصولو کې په یو شان بې له کوم توپیره نیول کیږي چې د صبح صادق څخه د ماښام تر شپې راخورېدو پورې ټول وخت په روژه کې حسابیږي. د اسلام مقدس دین چې تر نورو ټولو ادیانو غوره او د انساني اخلاقو په پېژندنې سره د انسان کرامات پکې خوندي ساتل شوي دي، غیرمسلمو هم ورته د حقانیت سره ټیټ کړی دی او منلې يې ده چې د مسلمانانو په مبارک دین کې د ژوند تېرولو ټول اصول په نظر کې نیول شوي؛ پدې هم اعتراف کوي څوک چې د اسلام د مقدس دین اصول په ریښتیني ډول مراعت کړي، د دنیا د هر ډول ستونزو څخه به خلاصون ومومي. روژه د اسلامي اصولو سره په ټوله اسلامي نړۍ کې په یوه امر او یوه فرضیت نیول کیږي، چې د روژه ماتي اصول د هرهیواد خپل خپل وي، چې پدې دور کې د روژې فرضیت او فضیلت ته کوم تاوان نه رسیږي، بلکه د هر هیواد وګړي دا میاشت او روژه ماتی د خپل هیواد په دود سره لمانځي. په تېره لیکنه کې مو د مصر یادونه کړې وه چې په ځانګړو مراسمو سره روژماتی کوي اوس د برونای او یو څو نورو اسلامي مملکتونو د مسلمانانو په روژه ماتي څو کرښې لیکو: روژه په برونای کې: د برونای حکومت په رسمي ډول د روژې نیولو او ماتولو اعلان کوي چې څه وخت د رمضان المبارک د میاشتې په رابره کېدو یعنې د میاشتې په لیدلو(بیلاګ) چې ورته ګوګو هم ویل کیږي وغږوي او پدې خبرداري سره د برونای مسلمانان روژه پیل کوي. د برونای په لرې پرتو سیمو کې بیا د هر روژه ماتي پر وخت د ګوګو اواز لومړی او بیا ملاصاحبان اذان کوي، خو په مرکزي ښارونو کې د روژه ماتي لپاره د توپ یو ډز کیږي چې د برونای مرکزي ښارونو اوسیدونکي د توپ په ډز روژه ماتوي. روژه ماتی په ایران کې: د ایران ولس هم د روژې مبارکې میاشتې په رابره کېدو خوښي څرګندوي د جوماتونو ملاامامان د روژې د میاشتې په رابره کېدو د روژې اهمیت او فضیلت بیانوي. دروژه ماتي پرمهال چې روژه نیولي تږي وي په چوکونو او کلیو کې په ځانګړو لوښو کې یخې کړې شیدې اچوي او د روژه ماتي لپاره یې لارویانو ته ورکوي. د ایران اکثر ولسي وګړي د روژه ماتي پر مهال لومړی تازه مېوه او بیا ډوډی خوري خو وورسته بیا زیات چای څکي چې عموما ایرانیان تور چای استعمالوي خو روژه کې تر هر وخت زیات استعمالیږي. روژه ماتی په مالیزیا کې: د مالیزیا مسلمانان د نورې اسلامي نړۍ په څېر د ماښام له اذانه سره سم روژه ماتی کوي. د مالیزیا مرکزي اوسیدونکي د روژه ماتي وروسته چې لمونځ وکړي پوره خوراک کوي، خو د لرو پرتو سیمو اوسیدونکي یې د تراویحو وروسته په دویم ځل هم خوراک کوي. د مالیزیا مسلمانان په روژه ماتي کې د سنګاپور او اندونیزیا تازه مېوې خوري خو په افطاري(پیشمني) کې حلوا او ملایي استعمالوي چې د مرکز او لرو پرتو سیمو اوسیدونکي یې ملایي زیاته استعمالوي، چې د پیشمني(سهاري) کې مالیزیایي مسلمانان چای زیات چکي. روژه ماتی په متحده اماراتو کې: په متحده عربي اماراتو کې روژه ماتی په ډله ایزه توګه په جوماتونو او مېلمستونونو کې کیږي، چې اکثریت عرب شتمن خوارو، غریبو او ټولو روژه نیوونکو ته په جماتونو کې روژه ماتی ورکوي. عربي شتمن په روژه ماتي کې په ډوډۍ ورکولو زیات لګښتونه کوي. د اسلام په پیل کې به صحابه کرامو د روژې د مبارکې میاشتې په رابره کېدو په لرو پرتو سیمو کې خیمې وهلې او هلته به یې په سړه سینه د خپل پروردګار عبادات کول خو اوس عرب ټول په ښاري سیمو کې ژوند او خپل عبادات کوي، د لیلة القدر شپه چې په ټوله اسالمي نړۍ کې یوشان لمانځل کیږي د متحده عرب اماراتو ملا امامان هم د دې مبارکې شپې په اړه د فضیلت یادونه کوي د عربو شتمن یوه اونۍ مخکې د اختر خوراکي مواد او د اغوستلو جامې رانیسي په پوره خوښۍ سره د اختر تر ورځې پورې خپلو خوښیو ته دوام ورکوي. روژه په ترکیه کې: روژه د ترکیې مسلمانانو د سلطنت عثماني په دور کې نیول پیل کړل یعنې څه وخت چې اسلام په ترکیه کې ظهور وکړ مسلمانانو د روژې فضیلت او فرضیت ته غاړه کېښوده. د ترکیې مسلمانان په ټوله روژه کې په جوماتونو کې څراغونه بل ساتي د روژې د میاشتې په رابره کېدو سره د ترکیې دولت د میاشتې په لیدلو د توپونو ډزې کوي او هم یې ولس په توپ ډز روژې ماتوي، د پېشمني پر مهال جارچیان(په یوه غږ یا بله اله سره خبرونکي) د خلکو د بیدارۍ لپاره ډولونه وهي. روژه په روسیه کې: په روسیه کې مسلمانان د نورو مسلمانانو په څېر روژه نیسي، خو د مسکو د مسلمان مفتي په امر سره روژه او اختر کوي؛ نور عبادات یې د اسلامي نړۍ سره یو شان وي. روژه په مراکش کې: د مراکش دولت په یوه خاص یونیفارم کې کسان د روژه ماتي او پېشمني لپاره ټاکلي، چې په ګوګو سره مسلمانان روژه ماتی او افطاری کوي، د نورو اسلامي دنیا په څېر اختر په خوښیو لمانځي.

















