ليکوال : امين وردګ
درد او درمل دواړه يو په بل کې ننوتي دي.
هر درد درمل لري او هر درمل درد !
لکه څرنګه چې درمل په دردونو کې پټ دي ، دغسې دردونه هم په درملو کې پټ وګڼئ.
تاسو به دا فکر کوئ ؛ چې ګني دغه امين وردګ به سربادى شوى وي چې (په دردونو کې درمل لټوي) ؟
خو نه ! داسې نه ده ؛ ځکه چې ما درمل په دردونو کې ليدلي دي !
یو وخت زما يو ملګرى داسې دردونو را ګير کړى ٶ چې درملنه يې نه کېدله ؛ زه يې چې کله عيادت (پوښتنې) ته ورغلم نو ماته يې وژړل او بيا يې نږدې ور وغوښتلم ، پټ يې په غوږ کې راته وويل ” امين صاحب ! درد مې درمل نه لري ؛ څه وکړم ؟”
مال صبر وکړه .
واي نو صبر به څه ګټه وکړي ؟
مال همدغه يې درمل دى!
وايي زما درد درمل نه لري او ته وايې چې صبر يې درمل دى.
مال هو نو !
وايي نو دغه درمل به دې لږ وړاندې راته ښوولي وو کنه ؛ اوس به نو ته وا څه ګټه وکړي ؟
مال صبر تل درمل نه وي ؛ خو همدغه بې درمله درد ته درمل ګرځي.
کله چې دغه سړى بیا الله پاک د صبر له وجهې روغ کړ ؛ نو بس يې و دغه صبر ته داسې کش ورکړ چې ته وا فقط صبر دى چې دى ژوندى ساتي.
مګر بل وخت يې بيا (بل ډول) شکايت راته وکړ !
وايي : امین صاحب ! دغه صبر خو زه د ګور غاړې ته دا دى را و رسولم ، اوس څه وکړم ، دا بيا څرنګه درمل تا را ښوولي وو ، زه خو يې د مرګ کومي ته ورکړم ؟
ماورته وویل : درته ويلي مې وو کنه ! چې ((صبر کله درد وي او کله درمل)) خو تا نه منله ؛ کله د چې درملنه نه کيدله نو صبر يې تر ټولو ښه درملنه وه ، خو چې درد د کله دارو شو نو بیا صبر بېرته درد ګرځې ، بل وخت پام کوه !.


















