ﻓﺮﻣﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻧﺠﺮﺍﺑﻮﺍﻝ
اﻣﺮﯾﮑﺎ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﯾﺮﻏﻞ ﻭﮐړ؛ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﯾﺎﺩ ﺗﻪ ﺭﺍځي ﭼﯥ ﺩ ﺷﭙﯥ ۹ ﺑﺠﯥ ﻭﯤ، د ﮐﺎﺑﻞ ښاﺭ ټوﻟﻪ ﺑﺮېښنا قطع ﺷﻮﻩ ﺍﻭ امریکایي جیټ الوتکو له هر څه وړاندې د رادیو تلوېزیون او برېښنا انتنونه او پایې بمبارد کړې.
ﺍﻭﺱ هم چې کله ﻫﻐﻪ شېبه ﺭﺍﯾﺎﺩﻩ ﺷﯥ ټکاﻥ وﺧﻮﺭﻡ.
ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺩ ﻧﻈﺎﻡ له ړنګېدا وﺭﻭﺳﺘﻪ ﻣﻮږ ﺩ ﯾﻮ ﻟړ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ، له خپل ﺍبایي ټاټوبي څخه کډه ﺷﻮ او نږدې یو ﻭﻻﯾﺖ ﮐﯥ ﻣﻮ ﻫﺴﺘﻮګنه ﻏﻮﺭﻩ ﮐړه. ﺩﻏﻪ ﻣﻬﺎﻝ ﺯﻩ ۷ ﮐﻠﻦ ﻭﻡ، همدلته ما ﺍﻭ وروڼو مې په یوه ښوونځي کې داخله هم واخیستله.
ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ ﺩ ﻟﻮﯼ ﻣﻼ ﺻﺎﺣﺐ (ﻣﻼ ﻣﺤﻤﺪ ﻋﻤﺮ ﺭﺣﻤﻪ ﺍﻟﻠﻪ) ﭘﻪ ﻣﺸﺮۍ ﭘﻪ ﺑﯿﺎ ځلې ﺩ ﺟﻬﺎﺩ ﺍﻭ ﻣﻘﺎﻭﻣﺖ ﻟړۍ ﭘﯿﻞ ﺷﻮﻩ ﺍﻭ ﻫﺮ ځای ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺮ اﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻧﻮ ﺣﻤﻠﯥ پیل کړې. ما ته تر ټولو ﺟﺎﻟﺒﻪ دا وه ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺑﻪ ﺩ ﮊېړﻭ ﺑﻮﺷﮑﻮ ﭘﻪ ﻭﺍﺳﻄﻪ امریکایي ټانګونه ﺍﻟﻮځول.
ﺯﻩ ﭼﯥ دغه مهال ﺩ ښوونځي ﺯﺩﻩ ﻛﻮﻧﮑﯽ وم، ﭘﻪ ښوونځي ﮐﯥ ﺑﻪ مې د ټولګیوالو ﺳﺮﻩ ﻫﺮ ﻭﺧﺖ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺧﺒﺮﻱ ﮐﻮﻟﯥ. که څه هم ﻣﻮږ ﺗﻪ به ویل کېدﻝ ﭼﯥ ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﺗﺮهګر ﺩﻱ، ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﺩ ﭘﻨﺠﺎﺏ ﻏﻼﻣﺎﻥ ﺩﻱ، ﺩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﭘﻪ اﺷﺎﺭﻩ ﺧﭙﻞ ﻫﯿﻮﺍﺩ ﭘﻪ ﺑﻤﻮﻧﻮ ﺍﻟﻮﺯﻭﻱ، ﺑﯥ ګناﻩ اﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﻭﮊﻧﻲ، ښوونځي، ﭘﻞ، پلچک، عامه تاسیسات او ټول ګټي ځاﯾﻮﻧﻪ ﻫﻢ تخریبوي.
ماته به دا خبرې ځکه د تعجب وړ وې ﭼﯥ ﺩﺍ څنګه ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ دي ﭼﯥ ﻧﻪ انساﻧﯿﺖ ﺍﻭ ﻧﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﯿﺖ پېژني؟!
که رښتیا درته ﻭﻭﺍﯾﻢ ﺩ ﻃﺎﻟﺐ ﺍﻭ ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻠﻮﻭ څخه ﻣﯥ ډېرﻩ ﮐﺮﮐﻪ پیدا شوې وه. ﺑﻠﻪ ﺩﺍ ﭼﯥ ﭘﻪ ټوﻟﻨﯿﺰﻭ ﺷﺒﮑو ﺍﻭ ﺭسنیو ﮐﯥ ﻫﻢ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﺴﯥ له حده زیات ﭘﻮﭺ او ناوړه تبلیغات کېدﻝ، یو څه د همدې تبلیغاتو اثر هم و چې طالبان مې نه خوښېدل.
باید ومنو ﭼﯥ ﺭسنۍ په تبلیغاتي برخه کې مهم رول لري او په اسانۍ کولای شي ﺯﻣﺎ ﭘﻪ څېر ﺩ ډېرﻭ تنکیو ځوانانو اذهان د حقایقو خلاف پېچکاري کړي.
ﺳږ ﮐﺎﻝ ﭘﻪ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ ﮐﯥ زﻣﻮږ ﺳﺮﻩ ﯾﻮ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻧﮑﯽ ﭼﯥ ﺩ ﮐﺎﭘﯿﺴﺎ ﻭﻻﯾﺖ و، ﺩه ﺑﻪ ﺗﻞ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ تعریف کاوه. ویل به یې ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﺩ ﺩﯤ ﻭﻃﻦ ﺍصیل ﺑﭽﯿﺎﻥ ﺩﻱ، ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﺩ ﺩﯾﻦ ﺍﻭ ﻭﻃﻦ ﺳﺎﺗﻮﻭﻧﮑﻲ ﺩﻱ او……
ﭘﻪ ﻟومړﯾﻮ ﮐﯥ ﭼﯥ به ﺩﻩ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺧﺒﺮﻩ ﻭﮐړﻩ پر ما به بدې لګېدلې، ﺯﻣﺎ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻩ ﺗﺮمنځ ناندرۍ هم وشوې چې ان د یو او بل ګریوانونه مو سره ونیول. ﺯﻣﺎ دغه ټولګیوال چې د لوړې ﺣﻮﺻﻠﻪ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺩﯼ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺟﻠﺐ ـ ﺟﺬﺏ ﮐﯥ بشپړ ﻣﻬﺎﺭﺕ هم ﻟﺮﯤ، له ډېرو هلو ـ ځلو وروسته دې ته تیار کړم چې ﺳږ ﮐﺎﻝ به د اختر په رخصتیو کې د طالبانو تر تسلط لاندې سیمو ته ورسره ځم، تر څو طالبان له نږدې ووینم.
ﺩ ﮊمنې ﺳﺮﻩ ﺳﻢ مو ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻭﺭځ د څو ملګرو سره ګډ، ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ سیمې ﺗﻪ ﺳﻔﺮ ﭘﯿﻞ کړ او د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ ته روان شو.
له ﮐﺎبله ﭘﻪ ﯾﻮه ﻛﺮﻭﻻ ﻣﻮټر ﮐﯥ سپاره ﺷﻮ، د ﮐﺎﭘﯿﺴﺎ د ﻭﻻﯾﺖ ﻣﻘﺎﻡ ﺗﻪ نږﺩﯤ د ګلدانه له سیمې تېر شو او ﺩ ﺷﻮخې سیمې ﺗﻪ ﻭﺭسېدﻭ. همدلته یو ووړ کلي ته څېرمه پوسته وه، د پوستې څنګ ته د ملي اﻣﻨﯿﺖ جاسوسان ولاړ ول. زموږ موټر ته یې د درېدا اشاره وکړه، موټر مو ودراوه، یو جاسوس (کارمند) چې پر مخ یې سپین دستمال پېچلی و راوړاندې شو ﺍﻭ پوښتنې پیل کړې:
اﺯﮐﺠﺎ ﺁﻣﺪﯼ؟!
ــ ﺍﺯ ﮐﺎﺑﻞ
ـ ﺗﺬﮐﺮﻩ ﺩﺍﺭﯼ؟!
ــ ﺑﻠﯽ
ﺗﺬﮐﺮﻩ ﻣﯥ ﻭرﮐړﻩ، ښکته ﭘﻮﺭﺗﻪ ﯾﯥ ﻭﮐﺘﻠﻪ. ﺯﻣﺎ ﺗﺮ څنګ ﯾﻮ ﻟﻤﺮ ﻣﺨﯽ ځوﺍﻥ ﻧﺎﺳﺖ ﻭ ﭼﯥ ښکلې توره ږیره یې پر مخ وه. له ﻫﻐﻪ ﯾﯥ بیخي ډېرﯤ ﭘﻮښتنې ﻭﮐړﯤ. ﭘﻪ ﭘﺎﯼ ﮐﯥ یې ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﺑﺮﻭ بخیر.
ﺳﻔﺮ مو بیا پیل کړ ﺍﻭ پر مخ ﺭﻭﺍﻥ شو، ﯾﻮ ځای ته په اشاره زما ټولګیوال ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ:
ﺩﺍ ځاﯼ ﺩ اﻣﺮﯾﮑﺎﯾﺎﻧﻮ بېس ﺩﯼ، له دې ځایه دا ﻻﻧﺪﯤ ﺳﯿﻤﯥ ﭘﻪ ﻫﻮﺍﻧﻮﻧﻮ ﻭﯾﺸﺘﻞ کېږي. د تګاب، ﻧﺠﺮﺍﺏ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﻏﯿﻦ او ﭘﭽﻐﺎﻥ ﺳﯿﻤﯥ یې ﯾﺎﺩې کړې، بیا یې پسې زیاته کړه: ﺩدې ځای ﻧﻮﻡ “ﺗﭙﻪ” ﺩﯼ.
له تپې چې ﺭﺍ تېر ﺷﻮ ﻻﻧﺪﯤ ﯾﻮ کلی ﺩﯼ ﺩ ﻣﮑﺘﺐ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﯾﺎﺩېږي. ﺩﻟﺘﻪ ښه ﭘﺮېماﻧﻪ ﺍﺭﺑﮑﯧﺎﻥ ﻣﯿﺸﺖ ﺩﻱ، وخت ناوخته دلته ﻃﺎﻟﺒﺎﻥ ﺭﺍځي او په اربکیانو د خرپ ـ ترپ بریدونه کوي. له همدې ورها خوا د طالبانو واکمني پیل کېږي، دلته چې ورسېږئ له ورایه به ووینئ چې د طالبانو ﺳﭙﯿﻦ ﺑﯿﺮغونه رپاند دي او په ډېر غرور وزرې وهي.
ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺧﻂ ﺗﻪ ﻭﺭسېدﻭ، ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ هم پوسته جوړه کړې وه، ﯾﻮه ﻃﺎﻟﺐ ﭼﯥ ﺗﻮﺭه پګړۍ یې پر ﺳﺮ وه ﺍﻭ ﺗﻮﺭې اوږدې څڼې ﯾﯥ ﺗﺎﺭ ـ ﺗﺎﺭ پر ﺍﻭږﻭ پرتې وې، موټر ته راغی، ﺳﻼﻡ یې وکړ، ﺩ ﺍﺧﺘﺮ ﻣﺒﺎﺭکي یې ټولو سپرلیو ته وویله او بیا یې په ډېر ادب او احترام پوښتنې وکړې.
تر دې ﻭړﺍﻧﺪﯤ د “جر” په نامه یوه سیمه وه، ﻫﻠﺘﻪ مو ﺩ ﯾﻮ ﻣﻮﻟﻮﯼ صېب ﺳﺮﻩ علیک ـ سلیک وکړ، ﻣﻮﻟﻮﯼ صېب د ښایسته اخلاقو څښتن، مینه او عاجزه انسان و، د غرمې دډوډۍ ټینګار یې وکړ، ملګرو هم ورسره ومنله.
د مولوي صېب د تواضع دا حال و چې کله یې ډوډۍ راوړه، زموږ د ډېر ټینګار سربېره یې لاسونو ته پخپله اوبه راواچولې.
تر ډﻭډۍ وﺭﻭﺳﺘﻪ بهر وﻻړﻭ، ﺷﯿﻦ وطن، شنه چمنونه، شنه ﺳﯿﻮﺭي او ﺳﭙﯿﻦ ـ ﺳﭙﯿﻦ ﺑﯿﺮﻏﻮﻧﻪ چې ﭘﻪ ﻧﺎﺯ ـ ﻧﺎﺯ ﺭﺍﭘﺎﻧﺪ ﻭﻝ.
د ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ په دې سیمه ﮐﯥ مې ﺩﺍﺳﯥ اﺣﺴﺎﺱ کړه چې ګویا خوب وینم، دلته هغه څه نه ول چې موږ ته ویل کېدل، آن طالبانو هم پخپلو کې په ډېر مهربانه انداز تعامل کاوه چې زه یې لا زیات هیښ کړم.
نوربیا..


















