ژباړه او زیاتونه: کاظم کامران
لنډيز:
- د سترګو اړیکه ونیسئ او موسکا وکړئ.
- د خپل بدن ژبې (باډي لینګویج) ته تغیر ورکړئ
- داسې وښیاست چې خجالتي (شرمېدونکي) نه یاست
- ښه ظاهر ولرئ / پر ځان ګوتې ووهئ
- خوشبينه اوسئ
- نورو ته وګورئ او ورنه زده یې کړئ
که تاسو هم د هغو میلیونونو کسانو له ډلې یاست چې له خجالت (بې ځایه شرم) او پر ځان د باور له کموالي سره مخ دي، دا ومنئ چې دا عادت مو د ژوند په بېلابېلو اړخونو باندې اثر غورځوي، په ځانګړي ډول هغه وخت کله چې له نورو سره اړیکې نیسئ.
له بده مرغه، خجالتي او شرمېدونکي کسان د ژوند ډیرې زرینې موقعې او فرصتونه د خپل همدې عادت له امله له لاسه ورکوي، دوی همداراز نه شي کولای چې د نورو پر وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړي.
که غواړئ چې له خجالت او بې ځایه شرمېدلو ځان خلاص کړئ، لاندې څو لارښوونې عملي کړئ:
د سترګو اړیکه ونیسئ او موسکا وکړئ.

مستقیما د مقابل کس یا طرف سترګو ته وګورئ او موسکي شئ. دا کار به ډېرو کسانو ته اسانه ښکاري خو د خجالتي یا شرمېدونکو کسانو لپاره د یو غر پورته کول دي. همدا نن دا تمرین پیل کړئ – په ورځ کې لږ تر لږه د ۳ کسانو سترګو ته وګورئ، وخاندئ او ووایاست ”السلام علیکم / سلام“.
د خپل بدن ژبې (باډي لینګویج) ته تغیر ورکړئ

زیاتره خجالتي او شرمېدونکي خلک خپل سر ښکته ځړوي. ځمکې ته ګوري. خپل لاسونه یې په جېبونو کې اچولي وي او یا هم په وار وار خپل لاسونه او ګوتې مروړي.
هڅه وکړئ د خپل بدن ژبې یا باډي لینګویج ته تغیر ورکړئ. د سترګو اړیکه (Eye Contact) ونیسئ. د تګ پر وخت سر پورته ونیسئ او پورته وګورئ. په خلاص ډول خپل مجلس وکړئ. کله چې خبرې کوئ خپل لاسونه خوځوئ را خوځوئ. سم کښېنئ. کله چې بل څوک خبرې درته کوي سر ته ټکان ورکوئ او صافه ناسته وکړئ.
دا کارونه تمرین ته اړتیا لري، نو ځکه دا کار له خپلو شناخته ملګرو او هغه چا سره پیل کړئ چې له هغوی سره د ارامۍ احساس کوئ.
څنګه له شرم او پر ځان له نه باور سره مبارزه وکړو؟
داسې وښیاست چې خجالتي (شرمېدونکي) نه یاست

ځینې وختونه پکار دي خپل ځان داسې ښکاره کړئ چې ګویا د راحت احساس کوئ. په دې سره به کرار کرار پر ځان باور لاس ته راوړئ. خو دا کار څنګه امکان لري او څه باید وکړئ؟ ښه لاره یې دا ده چې یو داسې ریسټورانټ یا دکان ته ولاړ شئ چې تراوسه وررغلي نه یاست. دا چې هلته مو د هغه ځای کسان نه پېژني، څنګه مو چې زړه غواړي هماغه ډول چلند وکړئ.
کله چې یو دکان یا مارکېټ ته ځئ، یو څو شېبې له دوکاندار سره مخامخ مجلس وکړئ ، لنډې خبرې ورسره وکړئ او که ډېره درته سخته نه وي یو څه د شوخۍ مالګه هم ورزیاته کړئ.
ښه ظاهر ولرئ / پر ځان ګوتې ووهئ

خجالتي یا شرمېدونکي خلک زیاتره وخت داسې جامې اغوندي چې د نورو خلکو پام ځان ته نه وراړوي. مثلا خپلو وېښتانو ته پام نه کوي چې څنګه راپاڅېدلي وي هماغه ډول یې پرېږدي، له ځان او مخ نه یې څادر تاو کړی وي او په یو نه یو ډول کوښښ کوي چې ځان پټ کړي.
ضروري نه ده چې ګران قیمته جامې او لباسونه واغوندئ. پر خپل ظاهر باندې لږ ګوتې ووهئ او ډاډه اوسئ چې ښکلی او جالب ظاهر پر ځان باور زیاتوي. خپلو وېښتانو باندې لاس ووهئ او سم یې کړئ. ښه لباس واغوندئ او له عطرو استفاده وکړئ.
له کوره تر وتلو مخکې، له هرې خوا ځان ته وګورئ چې ښه ښکاره شئ.
خوشبينه اوسئ
![]()
ځینې خجالتي او شرمېدونکي کسان د ژوند او نورو کسانو په اړه بدبینه وي. ښايي له خپل کاره خوشحال یاست خو له نورو سره له اړیکو ځان ګورئ. ښايي د هغو کسانو په اړه بدبینه یاست چې تر تاسو خوشحاله او یا بریالي وي.
دا عادت چې تر څو پورې په ځان پورې هر ځای ته وړئ، خپل عزت نفس ته صدمه رسوئ. لنډه دا چې، منفي فکر او نظرونه یوې خوا ته کړئ او خوشبین اوسئ. که داسې وکړئ ژر به پوه شئ چې خپل چاپیریال ته په مثبت نظر کتل ستاسو پر ځان باور څومره زیاتوي.
له نورو یې زده کړئ
کله چې له یوه پېژندل شوي او پر ځان باوري کس سره مخ کېږئ، د هغه خبرو، د خبرو طرز او د بدن حرکاتو ته پام وکړئ. د خبرو په وخت کې یې بدن او څېره څنګه وي؟ څنګه خپل فکر او نظر نورو ته بیانوي؟
کله مو چې یو څه ترې واخیستل، هڅه وکړئ ځينې مثبت چلندونه یې په خپل ژوند کې عملي کړئ. لازمه نه ده چې له یو کس نه خپله الګو جوړه کړئ او یا یې تقلید وکړئ، خو د نورو حرکاتو او چلند ته کتل به له تاسو سره مرسته وکړي چې خپل یو ځانګړی طرز او طریقه پیدا کړئ.
کوم څه چې پورته وویل شول، له تاسو سره به کومک وکړي چې پر خپل خجالت او بې ځایه شرم باندې غالب شئ او پر خپل ځان باور لوړ کړئ. ضروري نه ده چې یوه معجزه درباندې وشي او هر څه په یوه شېبه کې سم شي، لږ او یا ډېر وخت به ونیسي – خو که ټینګ عزم او اراده ولرئ او هره ورځ پورتنۍ کړنې عملي کړئ، ورځ په ورځ به په خپل ځان کې بدلون ووینئ.


















