دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمونځ مسائل (۵۴مه برخه) – په پتلون کې لمونځ کول –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
نوومبر 8, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
28
ځلې شریک شوی
348
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په پتلون کې لمونځ کول

 پوښتنه : د پتلون اغوستلو په وخت کې (کوم چې د انګريزانو لباس دى) لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : په کوم ځاى کې چې د پتلون اغوستل د کفارو ځانګړى شعار وي هلته يې اغوستل ناروا دي، او په هغه کې لمونځ کول مکروه دي ([1]).

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

د لمانځه پر مهال د مور له سينو څخه د شيدو رودل

پوښتنه : يوه ښځه لمونځ کوي، کله چې هغه التحيات ته کيناسته نو د هغې زوى راغى او د هغې له سينې (تيونو) څخه يې شيدې وڅښلې، ښځې هيڅ عمل کثير يا حرکت نه دى کړى او د کوچني له منع کولو پرته يې لمونځ پوره کړ، آيا په داسې صورت کې د هغې لمونځ صحي دى او که نه؟.

ځواب : د لمانځه په وخت کې کوچني ته دومره موقع ورکول چې هغه د شيدو تر ځايه ورسيژي او باقاعده شيدې وڅښي دا د ښځې عمل کثير بلل کيژي، لهذا که چيرته په رښتيا همداسې صورت مخته راشي نو لمونځ فاسديژي او راګرځول يې ضروري دي ([2]).

که په لمانځه کې له سر څخه خولۍ (ټوپۍ) وغورځي څه کول پکار دي

پوښتنه : د لمانځه نيت وتړل شو او له هغه وروسته د قيام (ولاړې) په حالت کې له سر څخه خولۍ (ټوپۍ) په څه ډول وغورځيده نو څه حکم دى؟ هغه راپورته کولى او په سر کولاى شي او که نه؟.

ځواب : په لمانځه کې د وقيام (ولاړې) يا رکوع په حالت د غورځيدلې خولۍ را پورته کول او په سر کول روا نه دي، عمل کثير شمارل کيژي، د کوم له امله چې لمونځ ماتيژي، البته د سجده په حالت کې د سر وړاندې غورځيدلې خولۍ په عمل قليل سره يعنې چې په يوه لاس يې راواخلي او په سر يې کړي نو اجازت شته، بلکې بهتر دي، په دې سره په لمانځه کې خرابوالى نه راځي ([3]).

په ناپاک ځاى باندې د جامه غوړولو په حال کې لمونځ کول

پوښتنه : که په ناپاک ځاى باندې پاکه جامه وغوړول شي او لمونځ پرې کوي نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : لمونځ کيژي، خو په دې شرط چې جامه به دومره غټه (پيړه) وي چې د هغې نه د لاندې نجاست (پليتي) به نه تر سترګو کيژي (نه به ليدل کيژي) ([4]).

په تياره کې لمونځ کول

پوښتنه : په تياره کې لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د قبلې رخ صحي وو نو په تياره کې لمونځ کول منع نه دي ([5]).

په شيشه کې د بندو متيازو په جيب کې ساتلو سره لمونځ نه کيژي

پوښتنه : که چيرته يو کس د ټيسټ لپاره متيازې وړي او په لار کې د لمانځه وخت شي، دا چې متيازې د شيشې په بوتل کې بندې دي نو هغه په جيب کې ژدي او لمونځ کوي، پوښتنه دا ده چې په داسې صورت کې لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : نجاست چې تر څو پورې په خپل ځاى کې وي نو د لمانځه او بل څه لپاره مانع نه وي، له خپل اصلي ځاى نه له راوتلو وروسته هغه که په شيشه يا بل څه کې بندې کړى شي نو دلمانځه لپاره مانع کيژي، د متيازو اصلي ځاى مثانه ده، په مثانه کې د وجود په وخت کې د لمانځه مانع نه دي، په مذکوره صورت کې چونکه شيشه د متيازو اصلي ځاى نه دى له همدې امله د داسې کس لمونځ نه کيژي او د داسې لمانځه راګرځول ضروري دي ([6]).

د سنتو له اداء کولو وروسته دنيوي خبرې

پوښتنه : د سهار او ماسپښين د سنت مؤکده له اداء کولو وروسته په دنيوي خبرو کې مشغوليدل سنت باطلوي که ثواب؟.

ځواب : د ځينې فقهاؤ په نزد د فرض او سنت مؤکده په مينځ کې په دنيوي خبرو سره سنت باطليژي، مګر قوي دا ده چې سنت نه باطليژي، البته ثواب کميژي ([7]).

سجدې ته د تلو په وخت کې د جامې راټولول

پوښتنه : يو شمير خلک داسې عادت لري چې په لمانځه کې سجدې ته د تلو په وخت کې پاجامه راټولوي، داسې کول مکروه تحريمي دي او که مکروه تنزيهي؟.

ځواب : داسې کول مکروه تحريمي دي ([8]).

په پټه کړى شوې خوله لمونځ کول مکروه دي

پوښتنه : د يخ (سړو) په موسم کې زياتره خلک خوله پټه کړي او لمونځ کوي، په څادر يا دسمال باندې چې خوله پټه کړى شي نو د لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : په څادر يا دسمال باندې د خولې پټولو په صورت کې لمونځ صحي نه دى، د خولې او پوزې پټولو په وخت کې لمونځ کول مکروه دي ([9]).

د ژيرې نه لرونکي لمونځ

پوښتنه : آيا دا صحي ده چې کوم سړى ژيره نلري د هغه لمونځ مکروه کيژي؟.

ځواب : ژيره وهل او خريل حرام دي او د حرام فعل اثر په لمانځه کې هم وي، له همدې امله که لمونځ مکروه شي نو څه بعيده نه ده ([10]).

په لمانځه کې د عمل کثير حکم

پوښتنه : په عمل کثير سره لمونځ فاسديژي، که چيرته عمل کثير د لمانځه فاسد کونکى وي نو د هغه اندازه څه ده؟.

ځواب : هو ! په عمل کثير سره لمونځ فاسديژي، عمل کثير هغه عمل ته ويل کيژي چې لمونځ کونکى سړى په لمانځه کې کوم داسې عمل کوي چې له ليرې څخه ليدونکى کس دا ګمان وکړي چې هغه سړى لمونځ نکوي ([11]).

([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٦٥، بحواله : نفع المفتي والسائل، الثياب التي تکره الصلاة فيها، وما يتعلق به، من مجموعة الرسائل اللکنوي، ج : ٤، ص : ١١٤.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٠٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ١، ص : ٦٢٨، التاتار خانية، ج : ١، ص : ٤٢٨، النهر الفائق، ج : ١، ص : ٢٧٣.

([3]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٢٦، بحواله : درمختار مع شامي، ج : ١، ص : ٦٠٠، باب ما يفسد الصلوة وما يکره فيها.

([4]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٠٤، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٣٧٤.

([5]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٨٤، بحواله : صحيح البخاري، باب التطوع خلف المرءة، ج : ١، ص : ٧٣، وکذا في الدرالمختار، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٣٣، وکذا في البحر الرائق، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٥٠٠.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٠٦، بحواله : الشامية، ج : ١، ص : ٤٠٣، البحر، ج : ١، ص : ٢٦٧، الهندية، ج : ١، ص : ٦٢.

([7]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٣٦، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٣٦، باب الوتر والنوافل.

([8]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٠٧، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٩٨.

([9]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١١٠، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١٠٧، حاشية الطحاوي علي مراقي الفلاح، ص : ١٩٣.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٤٩، بحواله : صحيح مسلم، ج : ١، ص : ١٢٩، فتاوى شامي، ج : ٢، ص : ٤١٨، باب ما يفسد الصلوة وما لايفسده مطلب في الاخذ من اللحية، فتح القدير، ج : ٢، ص : ٧٧، البحر، ج : ٢، ص : ٢٠٢.

([11]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١١١، بحواله : شرح التنوير، ج : ٢، ص : ٣٨٤ ٠ ٣٨٥.

مخکینې مطلب

څنګه د خجالت یا شرم نه ځان خلاص کړو؟

بل مطلب

خپور شوی لیست سپیناوي ته اړتیا نه لري!/ اباسین رودوال

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com