شعر: سيد الهام
روح اوتن مو ناقراردى له آدمه تردې دمه
دا اوس ژوند دى كه انګار دى له آدمه تردې دمه
لا تر څوبه غليم وژنو دا بريامو ولې نشته ؟
ستړي نه يو لا خوځېږو دا ستړيامو ولې نشته ؟
هميشه چې پرې پيره وو هاكميامو ولېنشته ؟
درست وطن مو دى سيندونه دا برېښنامو ولې نشته؟
هر اقدام مو ابتداء ده انتها مو ولې نشته؟
شوې مو اوښكي دريابونه دا خندا مو ولې نشته؟
موږ وژلى هر ښاماردى له آدمه تردې دمه
ټول جهان راته له خوا دى په اورونو سوزل كېږو
بس ايمان را وړل مو جرم ، بس ايمان ته قربانيږو
سم ژونديو خو د مړوو په كتاركې حسابېږو
كه هرڅومرو نه كمېږو نه ختمېږو نه وركېږو
نه مخ اړوې بلاوې نه هم موږ ورنه ډارېږو
بس همدغه سلسله ده موږ كه مرو كه پاته كېږو
يازندان دى ياخو دار دى له آدمه تردې دمه
د تعليم كچه موكمه وخت مو تېرشو تيارو كې
خلکو جوړكړل تعميرونه موږ كوو ژوند كنډوالوكې
خلک وختل اسمان ته موږ لا ناست يو توروغروكې
هدېرې دغرولمنې هدېرې مو شوې ښارو كې
قربانيږو مسجدوكې قربانيږو سنګروكې
هيڅ سوال مو نه قبليږي تندي مات شول په سجدوكې
دا نصيب موولې خوار دى له آدمه تردې دمه
له پېړيو ظالم زيږي له پېړيو ظلم كېږي
له پيړيو مو نفسونه د شيطان په خوله نڅيږي
له پيړيو مري وفاوې له پيړيو جفا كيږي
له پېړيو تش نسونه نه مړېږي نه ډكيږي
له پيړيو اميدونه لكه غوښي كبابيږي
له پېړيو ګرم معلوم دى چې دا ولې نه ګرميږي
په مظلوم باندې ګزار دى له آدمه تر دې دمه
راته غوږ كېږده الهامه ! دا دنيافاني دنياده
دلته خوار هرمسلمان دى د كافر دلته بريا ده
دا دنيا موږ ته دوزخ دی زموږ خوښي بياپه عقباده
دغه ژوند د سفر ژوند دى دا دنيا نه ده بيدياده
شهادت دى كه زخمونه دا دپاك الله رضاده
ژوند هستي وي كه نيستي وي دا قسمت دى داقضا ده
دا تقسيم د كردګار دى له آدمه تردې دمه


















