پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

دکابل ټکي کام دمسابقې دليکنو لړۍ / لومړۍ کړۍ

fateh1 نشرونکی: fateh1
دسمبر 29, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
10
ځلې شریک شوی
128
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دجدي ۶مه ، اورونه او ويرونه

ليکنه :  حکيم الله “پکتياوال”

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

د جدي د شپږم په تور  ماښام  زموږ د ګران او ناپييلي هېواد پر سپېڅلي حريم د شوروي  اتحاد نيواکګرو لښکرو د ټولو انساني آرونو او  نړيوالو نورمونو پر خلاف له  خيانت څخه ډک وسله وال غلچکي  يرغل و  کړ.  داسې خونړی يرغل چې له امله يې دنازولي افغانستان پر  سېنه  وحشتونه وورېدل، د وينو ډکې ويالې وبهېدې ، د مرګونو توپانونه راغلل ،په مظلوم افغان ولس دظلمونو دومره درانه غرونه راونړېدل ، چې د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کې هم ساری نه لري. ددې ترڅنګ دهغو اجيرو افغانانو مجرمانه عمل ډېر کرغېړن او شرمونکی و ، کوم چې د جټ  د وزر ترسيورې لاندې په روسي شوبلو او ټانګونو سپاره  دهېواد پلازمېنې ته راننوتل . د هغوی دغه عمل د افغان ولس  زرين تاريخ ته  پېغورونه وبښل ، د افغانانو دوياړونواو ننګونو په ډک تاريخ يې خاورې واړولې .دغو ملعونو څېرو دعصر د ستر  وياړلي ټاټوبي له برمه ډک تاريخ سره خيانت اوجفا وکړه . دملي او اجتماعي مصالحو پرځای يې خپلو ځانخوښيو اوشخصي ګټو لپاره د الحادي تاړاک پروړاندې داسلامي او افغاني غرور هسکه شمله ټيټه کړه . له نيکه مرغه نه يوازې داچې افغانانو په لوړ عزم او همت دسره سېلاب پروړاندې فولادي بندونه وخېژول او دغچ اخستنې د جذبو  ولولې  يې په غورځنګونو راوستلې؛ بلکې نړيوالو هم  دا يرغل سخت وغندلو او په تېره بيا د اسلامي هېوادونو د کرکې او غوسې د اور لمبې هم اوچتې شوې او خپلې مرستې يې له افغانانو دريغ نه کړې. دجدي د شپږم  تيری چې د افغانانولپاره داسې يو  ستر ناتار دی،  چې  دقلم ژبه يې د ترجمانۍ تابيا نلري، خو دلته به د خپلې غميزې اونه هېرېدونکې  قربانۍ  په پار څو پاڼې  تورې کړو.

سرو لښکرو ته د يرغل لاره څنګه هواره شوه  ؟

هغه مهال چې د کابل اومسکو ترمنځ يو لړ سياسي اختلافات او بې باورۍ رامنځته شوې ، د ثور د کرغېړنې کودتا زمينه برابره شوه او بيا د ثور خونړۍ کودتا وه، چې د سره پوځ اشغال ته يې لاره اواره کړه. دثور داوومې دسترناتار عوامل ډېر ښودل شوي ، چې  يو څو يې د بېلګې په توګه يادوو:

۱): ولسمشر  سردارمحمد داؤدخان وپېتله ، چې د شوروي اتحاد سره خپلې اوج ته رسيدلې اړيکې را محدودې کړي او د ګاونډيو هېوادونو سره سياسي اختلافات حل او د لويديځې نړۍ سره پراخې اقتصادي اړيکې ټينګې کړي؛ خو ددې دوستۍ مخ اړونې  او د نويو  اړیکو ګړندۍ هڅې  د کابل او مسکو تر منځ  پر د وستانه روابطو  د اغېز  او بې باورۍ لامل وګرځېدې.

۲):  د ۱۹۷۷م کال په اپريل کې سردار داودخان د شوروي اتحاد په بلنه  مسکو ته سفر وکړ، هلته يې دغونډې په جريان کې  دهغه وخت شوروي اتحاد مشر برژنف سره لفظي شخړه رامنځته شوه . دې وروستي سفر  شوروي امپراتوريانو ته ثابته کړه ، چې  داود خان دشوروي امپراتورۍ په کړۍ کې ځان نه مقيدوي .  هماغه وه چې سمدلاسه يې د داود خان دحکومت دسقوط په پلان لاس پورې کړ  او خپل لاسپوڅې بړيڅې يې پر دولتي پوستونو ورداخل او دوخت په استفاده  يې پر خونړۍ کودتا لاس پورې کړ  .او داهم ويل کېږي چې دکودتا په جريان کې روسي الوتکو مستقيما په ارګ باندې بمباري کوله . د خلق او پرچم له خوا په دې کودتا کې ولسمشر داود خان او دهغه د  کورنۍ او د کابېنې  ۷۳ تنه غړي  په ارګ کې ووژل شول او نورمحمد تره کی واکمن شو، چې وروسته بيا تره کی د خپل شاګرد حفیظ الله آمین له خوا ووژل شو اوله همدغې تورې ورځې نه دافغان د مسلمان ولس پر افق دظلمونو او وحشتونو تورې لړې  راخپرې شوې، چې په لومړيو دوو کلونو کې کابو ۲۰۰۰۰  بېګناه افغانان په خپلو وينو کې ولمبېدل چې داغميزه تر اوسه دوام لري .

شوروي ځواکونو ، ولې پرافغانستان يرغل وکړ ؟

پرافغانستان د شوري استعمارچيانو د وحشي تيري عوامل ډېر زيات دي ،چې ځينې يې په لاندې ډول وړاندې کوو  :

۱): شوروي اتحاد له پخواڅخه  پلان درلود، چې سيمه ييزکوچني هېوادونه دخپل استعمار تر چتر  لاندې راولي اوداسيا په مرکزي ساحه کې خپل قوي موقعيت ولري.

۲): شوروي ملحدينو غوښتل چې دافغانستان په مؤمنو خلکو داسلام پرځای دالحاد او دهريت ناوړه مفکوره حاکمه کړي او ددې مسلمان قوم راتلونکی نسل سوچه پرکمونيستي عقيدې ورنګوي.

۳): په داسې حال کې چې له يوه پلوه افغان مسلمان  د حفيظ الله امين کمونيستي رژيم ته ديوغيراسلامي او ګوډاګي رژيم په سترګه کتل او له بلې خوا  مسکو هم په دې شکي شوی و ، چې نور يې ددوستۍ مخ دلويديځې نړۍ په لور اړولی.  امين دهېواد روانې وضعې مجبور کړ ، چې نور دشوروي اتحاد  پرځای ددوستۍ لاس غرب ته  وغځوي. اوپه دې لړ کې يې له هغوی سره ليده کته هم زيات  شوي وو؛ نوځکه د مسکو شبهات پر يقين  بدل  او داستعمار  په لور يې ګام پورته کړ.

۴): دکمونيستي (خلق ـ پرچم ) ګوندونو ترمنځ اختلافات دثور ترکوداتا وروسته لاپسې ترينګلي شول او هر يوه به دا هڅه کوله، چې ځان خپل بادار ته تربل ډېر وفادار وښيي ؛ خو د کريملين واکمنو ته ددوی داختلافاتو پرځای خپلې ګټې مهمې وې ؛ نوځکه يې په پام کې لرل ، چې وفادار غلام  دبې اختياره واک پرګدۍ کېنوي .

۵): دخلق ډيموکراټيک  لاسپوڅي رژيم  پرخلاف د هېواد په بېلابېلو سېمو  ، لکه هرات، پکتيا،بادغيس ، کونړ، لوګر،نورستان ،لغمان او پنجشېر ،کې وسله وال پاڅونونه رامنځته شول .  مسکو  فکر وکړ  ،چې دکمونيزم  دشګوبندونه  دافغان مسلمان ولس د توپاني پاڅون پروړاندې   دټينګې نه دي.

۶): داچې دحفيظ الله امين او افغان مجاهدينو ترمنځ دمذاکراتو اوجوړجاړي خبرو دوام درلود؛ نو  مسکو فکر  وکړه، که امين او مجاهدين سره يو ځای شي او يا دامين نظام نسکور شي په  دواړو  صورتونو  کې به اسلامي نظام پلی اود ملحدينو مادي او معنوي ګټې  په خطرکې پريوځي.

۷): کله چې د ۱۸۷۹م  په فبروري کې دايران پاچاهي نظام  راوپرځيد او پرځای يې دايت الله خميني په مشرۍ يو مذهبي حکومت رامنځته شو ،نو روسيې دکمونيزم پروړاندې دا يو خطر محسوس  کړ. له همدې امله روسيې غوښتل چې دافغانستان له لارې فارس خليج ته ځان ورسوي؛ خو کله چې په ايران کې امريکايي ډيپلوماټان  ونيول شول ، مسکو په فکر کې  شو چې  امريکا به  پر ايران حمله و کړي؛ نو ځکه يې دافغانستان پراشغال لاس پورې کړ.

۸): شورويانو موخه درلوده ،چې په افغاني ټولنه کې خپل روسي کلتور،فرهنګ ،عنعنات ،دوداودستور خپور کړي،  څو له همدې لارې  روسيه اوافغان ملت دتل لپاره نه شليدنکی تړاو ولري.

۹): مسکو غوښتل چې دمنځنۍ اسيا دهېوادونو داقتصادي بحران له منځه وړلو په خاطر دکارګر ګوند،دلينين  په نوم فلسفه په افغانستان  کې پلی کړي ، ترڅو افغان دولت دشوروي  اقتصادي حکومتدارۍ ترتاثر لاندې راشي.

۱۰): دکريملين واکمنانو غوښتل ، چې افغانستان هم  د بخارا اوسمرقند په څېر دسره ښکيلاک  يوه مستعمره وګرځوي .

۱۱): يوه عمده موخه يې دا هم وه ،چې داسيا جنوب ختيځو هېوادونوسره توصل پيدا کړي يعنې دوچې له لارې خپل داړتيا وړ توکې په کم وخت کې ،په کمه بيه ،خپل هېواد ته وارد کړي.

۱۲): روسيه په هڅه کې وه ، چې خپل اقتصاد دافغانستان دمعدنونو ،زراعت ،ځنګلونو،او له بېلابېلو وارداتو څخه پياوړی کړي.

۱۳): دسرې ماڼۍ  زورواکانو غوښل ، چې دهندګرمو اوبو  ته  ځان ورسوي او افغانستان چې دهنداو مسکو ترمنځ  سوق الجيشي موقعيت لري له منځه وباسي ؛ خوعسکر يې په نېمه لار کې پاتې شول.

۱۴): افغانستان دخپل جغرافيايي موقعيت له مخې دتل لپاره دسترو قوتونو  په نظر کې اهم ،توجه وړ ،دننګونو او انقلابونو ټاټوبی ګرځيدلی ، چې هر پرمخيون  يې استعماري ځواکونه خپل ځان ته  دخطر ځنګ محسوسوي؛نوځکه ( برژنف) دخپل يرغل لامل داسې په ګوته کړی: (( موږ افغانستان ته ځكه لښكرې واستولې ، چې زموږ جنوبي پولې په خطر كې وې ))

(پورتنۍ ليکنه دوام لري)

مخکینې مطلب

مردان کې خونړۍ چاودنې ۷۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

اسلامي حکومت او د خلکو اړتیاوې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com