دجدي ۶مه ، اورونه او ويرونه
ليکنه : حکيم الله “پکتياوال”
دافغانستان د غميزې مسؤلين ، د ثور او د جدي عاملين :
روسانو د افغانستان له خاورې څخه د ترکي، امين، کارمل او نجيب په شان کرغېړنې څېرې انتخاب او وروزلې او دخپلو ګټو د ترسره کولو په خاطر يې د اوزار په توګه استعمال اوقرباني کړل . د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې دوه داسې بوږنونکې تورې ورځې دي ، چې يوه يې د ثور۷مه ، او بله يې د جدي ۶ مه يادېږي. دا پېښې دومره دردونکوې او شرمونکې دي ، چې پخپله يې د دې عاملين هم هېڅ مثبته توجيه نشي کولای. او دنوموړو پېښو عاملين به دافغانستان په وياړمن تاريخ کې دتل لپاره دملي خاينانو اومجرمانو په نوم يادېږي.
دسرو لښکرو ديرغل پېل :
د ۱۳۵۸هـ،ش کال د جدي میاشتې د شپږمې نیټې د پنجشنبې په تور ماښام شوروي پوځونه د افغانستان د شمال له لارې د هېواد پلازمينې ته راننوتل ، بيا د کوټي سنګي او دشت برچي پر لار د دارلامان ماڼۍ ته ورغلل او هلته يې حفیظ الله امین په داسې حال کې چې مسموم شوی و له خپل وراره سره یو ځای وواژه . د سهار مهال چې خلک له خوبه پاڅېدل ؛ نو د توقع پرخلاف يې روسي عسکر ، پوځي وسایط او ټانکونه د کابل ښار په واټونو کې وليدل . ببرک کارمل د تاشکند له راډیو څخه د حفیظ الله امین د ژریم د نسکوریدو اعلان وکړ ” زه ببرك كارمل د افغانستان د خلكو د واحد ديموكراتيك ګوند د مركزي كمېټې له لوري، د امريكا د امپرالېزم د سفاك جاسوس او د جبار ديكتاتور حفيظ الله امين د فاشستي رژيم د نسكورېدو له امله تاسو كړيدلو هېوادوالو ته مباركي وايم.”
ولسي پاڅــون :
دکارمل له اعلان سره سم افغانان پوه شول چې پرافغانستان شوروي پوځونو يرغل کړی او دا فکر يې وکړ چې که د يرغلګرو پر خلاف مبارزه ونه کړي ؛ نو ښايي افغانستان هم د بخارا ، سمرقند ، قفقاز او ترکستان په څېر مستعمره وګرځي له همدې امله یي د کمونیستانو په خلاف جدي غبرګون وښود او په هره سېمه کې د شوروي پوځيانو پر خلاف پاڅونونه او وسله وال جهاد پیل او په خپلو بې درېغو قربانيو يې نړۍ ته وښوده چې څنګه د خپلو وينو په بدل کې د خپلې خاورې آزادي ګټل کېږي .
زخمونه ، دردونه او هجرتونه :
دروسي استکبار دوحشيانو له ظلمونو څخه انسانان څاروي څه ، چې د هېواد کاڼي اوبوټي هم محفوظ پاتې نشول ؛ نو ځکه له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ کاله پورې ۷ مليونه افغانانو خپل کلي او کورونه پرېښودل چې دوه مليونه په داخل کې او پنځه مليونه ګاونډيو هېوادونو؛ پاکستان، ایران او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول ، چې تر اوسه هم څو ميليونه په پرديو هېوادونو کې دستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان دي. د دې ترڅنګ يو نيم ميليون افغانان په شهادت ورسيدل ، درې ميليونه معيوبين چې دشرين بدن له خوږو غړو څخه دتل لپاره بې برخي شول اوکابو دوه مليونه كورونه وران او وېجاړ شول. راپورونه د ملکي تلفاتو شمېره داسې هم اټکلوي : دشوروي يرغل په نتيجه کې افغانان ۹سلنه، وژل شوي، ۱۱ سلنه ټپیان او معیوب شوي، ۳۲ سلنو څخه تر ۳۵ سلنو پورې ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي او يوازې ۱۳سلنه دهېواد په داخل کې پاتې شوي وو.
ديادولو وړ دی چې: تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته له هیڅ هېواد څخه په دومره لويه اندازه انسانان نه دي وتلي. افغان مجاهد ولس دخپلې خاورې دازادۍ لپاره دومره کړاونه، ناورينونه ، او قربانۍ وزغملې خو دخپلې لوېشت لوېشت خاورې خپلواکي اوداسلام مقدس دين مقدسات يې وساتل .
تعليمي منفي عواقب او ټولنيز زيانونه :
د دې يرغل له امله افغان ولس ته له هره پلوه خورا درانه زيانونه واوښتل چې يوه يې تعليمي برخه هم ده : له سرې غميزې نه مخکې ، د سردار داود خان دواکمنۍ پرمهال دهېواد په بېلابېلو سېمو کې ۶۰۰۰ ښوونځي فعال وو. خو په ۱۹۹۰ م کال د هغه مهال د ښوونې او روزنې د وزير (بشرمل) له څرګندونو سره سم په ټول افغانستان کې تر ۵۰۰ پورې ښوونځي فعال پاتې، مګر نور يې له منځه تللي وو .
همدارنګ دهېواد ځمکې له کښته پاتې ، سړکونه وران ،ښارونه وېجاړ، ملي شتمنۍ او ارزښتونه مو تالا او لمبه شو ل آن تردې چې يوازې دکابل په ښار کې دوه زره فابرېکې داور خوراک او دېرش مليونه ماينونه په ځمکه کې ښخ پاتې شول. لنډه داچې د ملت ټول اداري او روزنيز ميکانيزمونه يې فلج او ټولنه د وحشت په سرو لمبو کې وسوځېدله. نو که فکر وکړو ، چې دکمونيزم يرغل هېواد ته څومره بدمرغۍ اوتراژيدۍ راوپنځولې بايدپه دې عقيده واوسو چې وحشي روسان او ګوډاګيان يې ترابده د افغان مظلوم ولس دوستان نشي جوړيدای.
دروسانو دوحشت اوظلمونو څو بېلګې :
روسانو په افغانستان کې داسې وحشيانه کړنې او بې بريده ظلمونه ترسره کړل ، چې دهېواد لوېشت لوېشت خاوره او هره ونه بوټی يې دوحشت دستانونه وايي، چې ليکل يې دقلم له وسه وتلي ؛ خو بيا هم څو لنډې بېلګې ذکر کوو:
۱): دشوروي پوځونو سترجنرال الکساندر مايوروف په خپل کتاب ( په افغانستان کې رښتيا څه تېرېدل؟) کې يو ځای داسې ليکي : دا هغه څه دي چې سامويلينکه راته وويل: دا په جلال آباد کې د روسي کنډک مشر وو، چې د فبروري په څوارلسمه د ورځې په دويمه نيمايي کې د فرقې د کشف کنډک د ګزمې يوولس کسيزه ډله د لومړي بريدمن ((ک)) تر قوماندې لاندې جلال آباد ته څېرمه په ګزمه بوخته وه، د ګزمې قومندان وويل نن بايد د کباب د پسونو ډالۍ را سره يوسو، کله چې ((ک)) او ډله يې د يو خټين کور په دېواله د پسونو په لټه ورواوښته هلته يې درې ځوانې ښځې او دوه بوډاګان او د شپږو نه تر لسو کالو شپږ يا اوو هلکان وليدل. يو واړه ظابط چې خپل شهوت يې نشوای پټولای وويل پېغلوټې بدې نه دي ! دواړه ظابط خبرې لکه سپرغۍ په نورو کې هم اور بل کړ، دلته نو دغه واړه ظابط خپل عسکري بالاپوش غورځولی او ديوې ښځې دنيولو په نيت خوځيدلی و : هلکه ژر کوئ ، بېلوئ يې !
زمونږ انتناسيونالستانو دسپين ږيرو او ماشومانو ترمخه ترپايه دښځو پرعزت تېری کړی و . داتېری دوه ساعته و،په ژړا او نارو له خپلو ميندو سره دمرستې هڅه کوله . سپين ږيري ېې لړزيدل خدای ته يې زارۍ پېل کړې وې چې رحم پرې وکړي او ويې ژغوري .
وروسته واړه ظابط امر کړی و ((اور!)) لومړی يې هغه ښځه وويشته چې همدا لږه شېبه وړاندې يې پرعزت تېری شوی و،وروسته يې نور ټول هم وويشتل . وروسته يې دزغروال ګاډي دتېلو له ټانکۍ نه تېل را اخيستي پرمړو يې شيندلي ،دپاسه يې پرې کالي ، زړې لتې او کليوال بېوزلي کور کټونه ، لمڅي او پوزي غورځولي او بيا يې اور وراچولی دی. دهغه خټين کور غولی او انګړ په سرو لمبو کې پټ و.
۲): د ١٣٥٧ ل کال د کب په ٢٤مه په هرات ښار کې دکمونيستي رژيم په مقابل کې ستر ولسي پاڅون وشو ، چې کمونيستانو د کندهار د قومنداني دټانګونو او زره پوښونو په ګډون لويه قوه برابره کړه او په دوکه يې قوه ښار ته ننه کړه او تر۲۵۰۰۰ پنځه ويشت زره پورې کسان يې په شهادت ورسول . حکومت دشهيدانو جسدونه د خواجه صاحب عبدالله انصار زيارت تر څېرمه د پخوانۍ فرقې شا ته د غره په يوې کنده کې لوڅ پرېښودل، خو د مجاهدينو له راتګ وروسته په همدې سيمه کې تر ښيښې لاندې د جهاد د يوه ثبوت په بڼه نندارې ته پرېښول شول. خو کله چې طالبان راغلل نو هغوى دغه جسدونه انساني کرامت ته د درناوي په خاطر په پنځو لويو ډله ييزو قبرونو کې تر خاورو لاندې پټ ا و خښ کړل .
۳): په ۱۳۵۹ ل کال روژې مبارکه مياشت ، روسانو دوردګو ولايت د جلګه، دایمرداد، چک، جغتو او سیدآبادپه سېمو کې لوی عمليات کول ،دقوې ټانګونه له شماره وتلي وو، جيټ الوتکې د۱۲۰ خواوشاوې ،کله چې له مجاهدينو بريدونو سره مخ شول نو دوی په قتل عام لاس پورې کړ. په يادو سېمو کې يې په يو ځل تر ۱۲۰۰ څخه زيات ملکي وګړي په شهادت ورسول.
دروسانو لخوا افغانستان سره عمومي همکارۍ او ګټې:
۱): دکابل ابشارو سېمې ته څېرمه ،دپولتخنيک انجينرۍ پوهنتون.(چې دبنسټ ډبره يې د پرژنف په لاس اېښودل شوې)
۲):دزراعت په بخش کې مختلفې پروژې ،لکه ،مچيو ،چرګانو،مالدارۍ،زراعتي بوټو تخمونو ،کود کيمياوي بابرېکو جوړول،زراعتي اصلاحي تخمونه ،زيتونو بابرېکې اونور…
۳): افغان محصلينوته په مسکو کې دماسټرۍ اودکتورې تحصيلي بورسونه او دپښتو عالي تحصيلاتو لپاره زمينه برابرول.
۴): په ځينو لرو او پرتو سېمو کې دکليو او پراختيا پروګرامونو ته وده ورکولو.
۵): دکابل او ولاياتو ترمنځ دوصلولو لپاره دلويو لارو قيرزي شکل سرکونه جوړول،کابل،هرات ، کندهاراوشمالي ولايتونه…
۶): دشبرغان دګازو استخراج .
ديادونې ده چې : دليکنې موضوع يوازې دروسانو دښمنانه اړخونه روښانه کول دي خو پورتنيو همکاريو ته ځکه اشاره وشو ه چې ځينو ناخبرو کسانو ته معلومه شي دا چارې يې داوسنۍ امريکا په څېر يوازې دخپلو شخصي مفادو، او دافغانانو دغولولو او تشويقولو په خاطر ترسره کړې وې.نه دافغان ولس سره درښتينې دوستۍ په خاطر.
(پورتنۍ لېکنه دوام لري)

















