س، سیرت
دغه تور ماښام کې سهارونه تر پښو لاندې شول
د جدي په شپږمه سرحدونه تر پښو لاندې شول
د سرو پـوځو لـخوا نه ترکابـله یـوه شپـه کې
مزار غوندې پراخه لوی دښتونه تر پښو لاندې شول
د توپو او ټانکونو سرې لمبی اسمان ته پورته شوې
د شمېري خبره نه وه ډېر سرونه تر پښو لاندې شول
په خوب ویده پراته وو ناخبره له خپل ځانه
نرګس غوندې واړه واړه ګلونه تر پښو لاندې شول
هغوی چې د سهار په نیت یې خپله لار نیولې وه
په تور ماښام یې واړه امیدونه تر پښو لاندې شول
یو کور کلی خو نه ؤ چې حساب یې چا نیولای
کورونه کنډواله شول، ډېر ښارونه تر پښو لانې شول
دا شکــر دی سیـرته چـې تر ګـرمو اوبـو پـورې
د سرو روسانه زړو کې ارمانونه تر پښو لاندې شول


















