سلام سائح
انسانان د ټولنیز ژوند لپاره ټولنیزو اړیکو ته اړتیا لري او د ټولنیزو اړیکو د تنظیم لپاره یوه په تول پوره قانون ته اړتیا ده ، انسان د انساني اړیکو د تنظیم لپاره په تول پوره قوانین نشي جوړولای ، ځکه د انسان د نورو حواسو په څیر د انسان عقل هم محدود دی ، نه د ټولو کایناتو راز ته رسیدلای شي او نه په کایناتو کې د انسان رښتوني مقام ته ، نو ځکه موږ وایو چې مارکس هم دروغ وایي او لنین هم او د دیموکراسۍ او سیکولریزم مخترعان هم .
د یاد حقیقت د ثبوت لپاره انسانانو ته د ټولنیزو اړیکو د تنظیم لپاره د کمونستانو د شیطاني تیرایستونکو نظریاتو او دلایلو پر ځای د دوی عمل ښه دلیل کیدای شي ، کله چې کمونستانو په افغانستان کې د ثور په ( ۷ ) په سردار داود باندې د کودتا فاجعه ترسره کړه ، ارګ یې یو قتل ګاه وګرځاوه ، سردار داود ، د ده ورور سردار محمد نعیم او د ده ټوله کورنۍ که زنانه وو که نارینه ټول یې په ډير وحشت او ظلم په قتل ورسول ، د ټولو منل شوو بشري نورمونو او د بشر پر وړاندې د اخلاقي ذمه واریو په خلاف یې نه مړي خپلو ورثوو ته وسپارل او نه یې انساني کرامت ته په احترام خاورو ته وسپارل ، تر پایه یې چاته دفن ځای هم معلوم نشو ، د داود خان د کورنۍ په څیر د ارګ د یو شمیر محافظینو برخلیک هم تر اوسه نا معلوم دی .
همدغه راز له کودتا وروسته د تره کي، امین ، کارمل او نجیب د اګسا ، کام او خاد د ادارو له لوري په پټه توګه د هغو افغانانو قتل عام ، په زور او وحشت ترې اعتراف اخیستنې او په ډیره عجله یې په خلقي انقلابي محکمو کې په اعدام محکومیت د داود د کورنۍ او محافظینو د قتل عام په څیر یو وحشي عمل ؤ ، نه په سماوي منسوخو دینونو کې د داسې یو عمل اجازه شته او نه د اسلام په مبین دین کې ، ټول سماوي دینونه داسې یو عمل ظلم او بربریت ګڼي او عاملینو ته یې سزا غواړي ، خو د مارکس او لنین بچیان او د سیکولریزم او دیموکراسۍ مدعیان یې بیا په ټولنه کې د یوې نوې نظریې په اساس د یو انقلاب لپاره یو ضرورت ګڼي .
موږ په جاپان باندې د متمدنې امریکا د اټوم بم د استعمال توجیهات هم اورو چې خپل یو ضرورت یې محسوبوي ، نن هم موږ د دې شاهدان یو چې په اصطلاح په متمدن او باتهذیبه لودیځ کې یو څوک راپورته کیږي ، د خپل ځان د شهرت او د یو نوي فکر د خپرولو او د یو فکر نه د نفرت او یا له یو فکر سره د مینې په موخه قتل عام ته مخه کوي تر څو د توجه وړ وګرځي ، په افغانستان ، عراق ، سوریه ، شام ، فلسطین ، یمن ، سومالیه ، لیبیا ، مالي ، کشمیر او قفقاز کې ورته بمبارونو او قتل عامونو ته په اصطلاح د تمدن او تهذیب مدعیان او په ړندو سترګو د دوی پیروان ورته توجیهات وړاندې کوي .
راځم بیرته افغانستان ته کله چې زه د امین له لوري د تره کي قتل او بیا د برژنف او کارمل له لوري د امین قتل ته ګورم بیخي وبوږنیږم او په الله قسم درته کوم چې کمونستان یو ډول لیوان په ذهن کې راشي ،( وایي د لیوه داسې خاصیت دی چې وږی وي او که نه وي ښکار کوي ) دوی د انسان په جامه کې لیوان وو ، لیوان هم همداسې کړنې ترسره کوي ، که دوی ته یې اړتیا وه او که یې نه وه د خپل هوس په خاطر یې ډير نیږدې دوستان او د څنګ ملګري هم وژلي دي .
د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدی په شپږمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد د ځناورصفته سرو لښکرو له لوري د افغانستان په پاکه خاوره یرغل هم د انساني اړیکو د تنظیم لپاره د مارکس او لنین د نظریاتو له عینکو څخه یو ضرورت ؤ ، ګرمې اوبه یې یادیدلې او د سترې نړۍ په ځل یې د خپل دجالي آس ځغلول غوښتل ، ځکه روسانو په خپله خاوره قناعت نه درلود ، پراختیا یې غوښته او د خپلې پراختیا د سیاست د پلي کولو لپاره یې خپل شاوخوا ، نیږدې او لرې ډير مظلوم همسایه ولسونه د خپل استعمار او استثمار تر خیټې لاندې کړل او د خپل مارکسستي او لنیني انقلاب د برپا کولو لپاره یې د میلیونونو انسانانو وینې تویې کړې ، معنی دا شوه چې د مارکس او لنین په نظریه کې د انساني اړیکو د تنظیم لپاره پریمانه وینه بهونه په سر کې قرار لري او ډیر باکیفه معقولیت دی معاذالله .
څنګه یې چې په ختیځه اروپا او منځنۍ آسیا بسنه نه کیدله او د حرص لمبې یې نه آرامیدلې ، سترګې یې وحشي او خوله یې شلولې وه او د څو وطن فروشو عناصرو په مرسته یې زموږ په غیرتي افغانستان راټوپ کړل ، څرنګه چې زموږ ویاړلې ټولنه د انسانانو د ټولنیزو اړیکو د تنظیم لپاره د خلکو د خالق په کاملو لارښوونو سمباله وه او دې سمبالتیا زموږ ټولنه تل په اتومات ډول د دې جوګه کړې چې د داسې لیوانو خوله تر ستوني پورې ورڅیرې کړي ، ټول غاښونه یې ورمات کړي ، سپږمې یې وروینې ، سترګې یې راوباسي او په تندي کې یې چاق پیدا کړي نو ځکه د ستر خالق په سترو کایناتو کې د دې ډیر کوچني مخلوق مارکس او لنین ماشومانه او خندنۍ نظریې شرموونکې ماته وخوړله او ډیر ژر په شا ستوني ستغ پریوت ، ساه یې ووتله او د تل لپاره یې نړۍ د هوس له شر څخه وژغورل شوه .
ټول هوس هم د شوروي لیوه نه ؤ یو څه یې د بچیانو ( افغاني کمونستانو ) په غوښتنه هم ؤ چې له زمریانو څخه د نجات په خاطر باید میدان ته راودانګي ، شورویانو زموږ یو نیم میلیون مسلمان هیوادوال په شهادت ورسول ، له یو میلیون څخه زیات یې معیوب کړل او له پنځه میلیونو څخه زیات یې له هیواد څخه مهاجرت ته اړ کړل ، زموږ هیواد یې برباد او کنډواله کړ ، خو لوی الله جل جلاله دا د هغه وخت فرعون هم غرق کړ او د افغانانو په جهادي نیل کې د تل لپاره غرق شو او ان شاء الله امریکایي فرعونیان به هم په دي جهادي نیل کې د تل لپاره ډوب شي .
ځوانانو ! تاسو د ګران هیواد د بیا رغونې ، پرمختګ او ترقي او د اقتصاد د بیا رغیدو او له نظامي او له دفاعي پلوه په خپل ځان د بسیا کیدنې او د ژوند په هر ډګر کې د منطقې او نړۍ له هیوادونو سره د سیالۍ ارمانجن یاست ، ستاسو ارمان سپیڅلی ارمان دی ، ستاتو احساساتو ته زه احترام لرم خو ځیرک اوسئ ! د ګران هیواد مادي رغیدنه باید د معنوي نړیدنې په بدل نه وي ، له تنظیمي جګړو وروسته شاید تاسو کابل لیدلی وي له څلورو څخه درې برخې په کنډواله بدل شوی ؤ ، له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د برلین په پرتله ډیر وران ؤ خو نن هغه نړیدلی کابل د حکومت نه بلکه د ولس په مټو رغیدلی دی اما هغه پروني کمونستان او سیکولریستان تر ننه نه دي رغیدلي ، زموږ د ټولنیزو اړیکو د تنظیم لپاره د سپیڅلي قرآن او سپڅلو نبوي احادیثو څخه تښتي ، کله د مارکس له آدرس څخه خبرې کوي کله د داروین ، کله اباما ایډیال بولي ، کله ټرمپ او کله پوتین ، لارښوونې او لورونې یې بیخي د ژوند لپاره د اکسیجن حیثیت لري .
نو تاسو ډیر تشویش مه کوئ اوس هم د افغانستان په جنګ کې د غربیانو نیږدې یو تریلیون ډالر مصرف شوي چې نیږدي ( ۷۰ ) میلیارده ډالر د بیا رغونې په نامه ډالۍ شوي دي خو بریښنا لا وارداتي ده ، سړکونه بیرته ونړیدل ، کوم صنعتي پارک نشته ، ځوانان مو لندن او پاریس ته پر لاره د ماهیانو خوراک شول او له بدې ورځې خلاص نشول ، که دوی روزي رسان ګڼو همدا به مو حال وي.
نو راځئ پر الله توکل وکړو ، د بندګانو له بنده ګۍ تیر شو ، د خپل خالق بنده ګي وکړو او خپلې ټولنیزې اړیکې د خپل خالق د سپیڅلو لارښوونو له مخې تنظیم کړو ، بیا به هم په زیړ مازیګري او هم به په همیشتیا کې خوښ ، نیکمرغه او سرلوړي .


















