غورځنګ
په نړۍ کې درې لوی اقتصادي نظامونه دي چې يو يې اسلام، دويم يې کپټالېزم او دريم يې سوسيالېزم دی، په دې لیکنه کې به په کپټلېزم اقتصادي نظام باندې خبرې وکړو.
دا چې کپټلېزم د اقتصاد لپاره تر څومره پورې مضر دی او څومره ناوړتيا لري نو د دې لپاره چې په کپټلېزم باندې پوه شو، لومړی کپټلېزم په لنډ ډول څېړو!!
کپټلېزم يو اقتصادي سيستم دی، چې د توليد ټول او يا زيات وسايل لکه: ځمکې، فابريکې، سړکونه او … او د وېش سيستم تر شخصي ادارې (Management لاندې کارول کېږي، او د پورته ذکر شويو اقتصادي منابعو ټول واک او ځواک له همدې ادارې سره وي او همدا اداره ورڅخه ګټه تر لاسه کوي، کله چې د دغې ادارې د منځته راتګ لومړۍ مرحلې وې نو په دغه سيستم کې به ټوله سلسله د زيات رقابت پر اساس مخکې بيول کېدله، چې په دې واسطه به څو کسانو سره د دولت د جمع کېدو او دولت د زياتولو ميل نور هم زيات شو. خو کله چې په دې ډول سيستم کې لوی لوی شرکتونه منځته راغلل نو د دوی تګلارې هم تغير وموندلو او د شخصي سرمايه دارانو پر ځای شرکتونه منځته راغلل. چې د دغو شرکتونو له لارې به دغه ټول سيستم اداره کېده.
کوم وخت چې په اروپا کې خلک له فيوډالي نظام څخه تنګ راغلي وو او د بورژوا طبقه يې سمندري ساحلونو ته لاړه، دغې بورژوا طبقې د سمندرونو په ساحلونو او نسبتاً هموارو سیمو کې د ښارونو بنسټ کېښودلو، دغه خلک چې بورژوا طبقه يې تشکيلوله؛ ټول سرمايه داران او هغه خلک وو، چې له فيوډالانو څخه يې خپلې سرمايې پټې ساتلې وې، نو ځکه يې لومړی د ښارونو بنسټ کېښوده او بيا يې په ښارونو کې خلکو ته د کار پيداکولو کوښښ وکړ، څه موده وروسته يې په ښار کې ځانته دولتونه جوړ کړل، او ورو ورو د پرولتارپا طبقې خلک هم د دوی جوړو کړای شويو سیمو ته راکډه شول، د وخت په تېرېدو سره يې بانکي نوټونه او بانکي حسابونو منځته راوړل چې په دې اساس د دوی سرمايه ساتنې او ډېرېدنې ته نوره هم لاره پراخه شوه.
دغه شان د کپټلېزم نظام پر دوو اصولو؛ انفراديت (Individualism) او خود غرضۍ يا شخصي مفاد (Self Interest) باندې باور او تکيه لري.
د کپتلېزم مهمې ځانګړنې:
۱ـــ اقتصادي ازادي:
په کېپټلېزم کې اقتصادي ازادي شته، د کپټلېزم ازادي په دې معنا چې هر څوک هر څه توليدولی شي، هر څوک کولی شي، چې خپلې پيسې نورو کسانو ته په سود ورکړي، ورکولی يې شي او يا هم هر څوک پخپله پيسې په سود واخلي. په داسې حال کې چې په اسلام کې د سود اخيستل او ورکول دواړه مطلق حرام ګرځول شوي دي.
۲ـــ د شخصي ملکيت حق: د شخصي ملکيت حق په کپټلېزم کې شته داسې چې هر فرد کولی شي چې خپل عايد څرنګه وغواړي، ويې کاروي او خپل دولت او شخصي مال زيات کړي، انفرادي حق په دې سيستم کې دا دی چې هر شخص کولی شي چې خپل شخصي اندامونه اويا هم خپل وجود په هر ډول وکاروي خو يوازې سرمايه لاسته راوړي.
۳ـــ د حکومت محدود رول: د کپټالستي اقتصادي سيستم بل صفت دا دی چې چې د دغه سيستم په چارو کې بايد حکومت مداخله ونه کړي يعنې حکومت به د دوی په مارکيټي چارو کې مداخله نه کوي. خو په دې وروستيو کې په دغه سيستم کې هم په اقتصادي فعالیتونو کې د حکومت لاسوهنه تر يوه حده منل شوې ده، خو بيا هم د حکومت رول په کې محدود دی.


















