امین وردګ
هر حاکم او حکومت هم د قوت نکتې لري او هم د ضعف ، چې د قوت نکتې یې ټینګوي، مګر د ضعف نکتې یې په تزلزل راولي او ختموي یې.
د ضعف نکتې:
ا – کار نا اهلو ته سپارل.
ب – د نظم او دسپلین نشتون.
ج- د سیستم فقد.
د – له ملت سره فاصله.
ه- د منظمو استراتیژیکو طرحو نشتوالی چې په بر کې یې سیاسي، نظامي، امنیتي، اقتصادي، جغرافیایي او کلتوري پلانونه شاملیږي.
د قوت نکتې د ضعف د نکتو عکس دي!
هر حکومت چې نړیږي انقلاب یې نړوي، انقلاب هم هغه څوک باید راولي؛ چې وار له مخه د یوه داسې حکومت لپاره پخه، اوسپنیزه او متینه اراده ولري، چې خلک بیا وروسته د پخواني حکومت په ارمان نشي.
انقلابیون زلمي باید مخکې له انقلابه خپل لوړ او مقدس هدف ولري او همغه هدف ته وفادار وي.
انقلابي امراء باید مخکې له مخکې خپل نږدې او د سختیو ملګري د راتلونکي حکومت لپاره سم و روزې او د بریا پر مهال یې شخصیتونه تر پښو لاندې او دوی پردي نکړي.
افسوس چې زموږ په فعلي نظام کې داسې کسان بیخي ډېر ننوتلي چې له انقلاب وړاندې یې هېڅ قوانین او طرزالعملونه جوړ نه کړل او نه یې ملت ته د ښې حکومتولۍ لپاره سیستم او لائحه وړاندې کړل.
موږ اوس په دولتي دستګاه کې قطاً سیستم نه لرو! ځکه خو په هره موضع کې په پخوانیو کارمندانو پسې نارې وهو.
دویمه او مهمه موضع زموږ د ځینو امراوو بې وفایي ده، دوی په سختیو کې له ملګرو او مخلصینو کار واخیست اوس چې آسانۍ شوې ټول یې تر پښو لاندې او تر شا کړل.
زه خو وایم چې: تېر په هیر! اوس هم کافي وخت لرو او لاتر اوسه الحمدلله له داخلي حساسیتونو سره نه یو مخ شوي، نو باید چې تر ټولو مخکې کار اهل کارو ته وسپارو.
موږ باید فعلاً لږ تر لږه یو کلن کورسونه جوړ کړو او بیا ټول سرپرست مسؤلین جبراً پکې کېنوو او فارغ یې کړو؛ تر هغو چې نوی نسل په نوي فکر سره روزو، دغه کسان به د حکومت واګې ساتي، خو کله مو چې په راتلونکو شلو کلونو کې نوی نسل په نوي فکر سره و روزلو او له عصري تکنالوژۍ سره مو آشنا کړ، نو باید او باید چې خپلې څوکۍ او موقفونه هغوی ته په ورینو تندیو وسپارو.
هو! که موږ په ریښتیا سره غواړو چې له هېواد، حکومت او ملت څخه مو دفاع او دوی ته خدمت وکړو، نو باید چې له جیبونو ډکولو او په حکومتي دستګاه کې له خپلوان پالنې څخه تېر شو او نوی نسل وروزو.
خو زه لا تر اوسه هېڅ داسې څه نه وینم چې زموږ د حکومت بقا تضمین کړي، ځکه خو وېرېږم چې؛ الله مکړه چپه نه شي؛ که فعلي نظام چپه شو نو سل کاله به نور هم شاته ټېل وهل شو، ځکه چې: بدیل یې نشته او همدغه قشر (عالم او مجاهد) زموږ پاکترین قشر دی او له دوی څخه بهتر بل څوک نه لرو، خو افسوس چې دغې نکتې ته دوی په خپله هم پام نه کوي.
تر ټولو وړاندې باید کار اهل کارو ته وسپارل شي، چې اهل کار ټول و ګمارل شول ، نور دې وروزل شي! ځکه چې همدغه د الله پاک، د هغه د رسول (ص)، صحابه وو، اسلاف صالحینو، علماوو او عقلاوو اوامر او توصیې هم دي؛ چې په همدغې حساسه نکته کې زموږ د حکومت د دوام او بقا راز پټ دی.
موږ (افغانانو) تل جګړې ګټلې خو بیا مو بیخي کمو انقلابیونو خپل حکومتونه تر یوه وخته ساتلي، مګر ډېریو مو بېرته له لاسه ورکړي هم دي .
تاسو د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او داسې نورو… هېوادونو د انقلابیونو کارنامې وګورئ او بیا یې د هېوادونو مختګونو ته پام وکړئ او فکر وکړئ چې دوی د خپلو فاتحانه کارنامو ارزښتونه څرنګه وساتل او حکومتونو یې ولې تر اوسه (پرته له کومو جدي تحدیدونو څخه) دوام کړی دی؟
ما څو ځله دا خبره کړې چې: جګړه لیوني هم کولای شي او تر دې نورو یې ښه کوي؛ خو مدیریت او حکومت بیا د لېونیانو کار نه دی.
انقلاب راوستل دومره نه دي سخت، لکه د حکومت جوړول او ساتل یې.
جګړه فقط احساسات، خدعه او جذبات غواړي مګر حکومت بیا علم، عقل، تخصص، لرلید، تحمل، تجربه، حوصله، ځیرکتیا، سیاسي بصیرت، تعامل، تقابل، ترحم، تدبیر او داسې نور… غواړي.
نو که موږ غواړو چې حکومت مو چپه نشي، باید کار یې اهلو ته وسپارو، دښمن سرکوب کړو او د راتلونکي لپاره نوی نسل په نوي فکر سره و روزو او که دا کارونه و نه کړو، نو حکومت مو دوام نه کوي؛ ځکه خو له سبا لاسونو ټکوولو څخه چې همدا نن لاس په کار شو ښه یو.