جواد څارګر
مورې پلار مې اختر ته راځي کنه ؟
مور یې د وړې لورکۍ په پوښتنه غریو ونیوله، بې اختیاره یې له سترګو اوښکو لارې وکړې، مخ یې تاو کړ، دشلیدلي ټیکري پر پیڅکه یې اوښکې پاکې کړې، هو لورې، پلارجان دې حتما راځي.
ـــــــــــ ــــــــ ـــــــــــ ــــــــــــ ـــــــــــــ ـــــــــــ دروازه په زوره ـ زوره ټک ـ ټک شوه، وړې نجلۍ منډه واخیسته؛ هغه دې پلارجان مې راغی. په دروازه کې دښکلې قافیې څښتن زوان کاغذ په لاس ولاړ دی، دماشومي په لاس کې یې قات کاغذ ورکېښود او وګرځېد. ماشومې نجلۍ ورغبرګه کړه؛ ماما په دې کاغذ څه وکړم؟ دا دې دپلارجان لیک دی، مورکۍ ته دې یې ورکړه.
ماشومې شونډې بوڅې کړې، مورکۍ مې دپلارجان پر کاغذ څه کوي؟
پلارجان مې خپله ولې رانغی؟
بله ورځ اختر دی، دمور جامې مې ریتي ـ بګارې دي، زما ټیکری نشته، پرون دسیداګل کاکا لور پیغور راکړ چې ته دکاري صیب لور یې او سرتور سر ګرځې. ماشومې په یوه ساه بلها پوښتنې کتار کړې، کاغذ یې ورغورځاوه او په ژړا یې بېرته دکور پر لور منډه واخیسته. ځوان کاغذ راپورته کړ، دروازه یې بیا وار ټک ـ ټک کړه جیبونه یې ولټول، یو څو روپۍ یې ګوتو ته ورغلې، دقات کاغذ منځ کې یې کېښودې، لاس یې ددروازې له پلې دننه کړ او همالته یې کاغذ کېښود دپښو کښالو یې چې واورېد ورغږ یې کړ؛ خورې دغلته مې یو کاغذ درته اېښودی، زه دعبیدالرحمان انډیوال یم هغه راکړی و ــــــــــــــ ـــــــــــــ ــــــــــــــــ ـــــــــــــــ ښځې کاغذ راواخیست، ښکل یې کړ، په زړه پورې یې ونیو او بیا په سلګیو شوه لور یې له موره غاړې تاو کړې؛ ادې ته ولې ژاړې؟ پلارجان مې نه راځي؟
په کاغذ کې یې څه لیکلي؟
مور یې سلګۍ تم کړې، ماشومې کاغذ خلاص کړ، دکاغذ په منځ کې یې روپۍ ولیدې، له خوښۍ یې سترګې وځلېدې او په مور یې ورغږ کړ: مورې ! پلارجان مې موږ ته د اختر لپاره پیسې رالیږلي. ته ولاړه شه لوري، ماما دې راوله چې دپلارجان خط دې راته ولولي. ګرانې او پتمنې ښځې ! نږدې ورځو کې به دزندان له سختیو او کړاوونو نجات وموم، هیأت راغلی و، ډاډ یې راکړ چې دبند موده یې پای ته رسېدلې او ډېر زر به یو نوی ژوند پیل کړي. اوس به صفیه هم ستره شوي وي، درس پرې ووایه او داسې یې وروزه چې له ورایه ورکې دمجاهد پلار اثرات جوت وي تاته هم توصیه کوم چې تل شاکره اوسه، ژوند یو امتحان دی او په دې امتحان کې بریا په صبر او زغم ترلاسه کیدای شي زه باوري یم چې زما لیک به هغه مهال تاته ورسي، کله چې زما روح دشنو مرغانو په ججورو کې سیلونه کوي خو ستا او دصفیې دمینه ناکو غږونو انګازې به مې ددار په تخته هم دزړه برجونه ړچوي. دصفیې ماما دعبیدالرحمان خط لوست، صفیه له دنیا او مافیها څخه ناخبره دماما څنګ ته ناسته وه او دخط لوستلو په دروان کې یې دمور دمخ ګونځو او درنګ تغیرونو ته کتل صفیې بیا چیغه کړه؛ یعنې پلار مې نه راځي؟
مور یې دیوال ته ډډه وهلې بې سده ناسته وه ورور یې ورغبرګه کړه؛ خورې ! لکه چې لالا یې اعدام………. خبره یې خوله کې ونښته او چوپ شو دصفیې مور اوښکې وچې کړې، سوړ اسویلی یې وکېښ؛ هو ! ظالمان به زما دخاوند پر اعدام دمظلومانو غږونه چوپ کړای شي خو دخدای له ګرفته به ځان ونشي ژغورلای صفیه حیرانه ناسته وه، کله مور ته ګوري او کله ماما ته نه پوهیږي څه روان دي او په پلار یې څه شوي. بالآخره یې مور ته ورغږ کړ؛ نو پلارجان مې ولې نه راځي؟
تا ولې ماته درواغ ویل چې پلارجان دې اختر ته راځي او تاته به ډیر شیان راوړي؟
مور یې لنډه ورغبرګه کړه؛ لورې ! پلار دې نور هیڅ وخت نه راځي، هغه اوس په دې نړۍ کې نشته، ظالمانو درته اعدام کړ. وړې صفیې شونډې بوڅې کړې؛ مورجانې ! نو چې پلار مې یې اعداماوه خو موږ به یې هم وژلو، موږ هم دهماغه پلار بچي یو، چې موږ ژوندي وو حتما به دپلارجان بدل اخلو او په همدې سره ټول کور سلګیو او چېغو په غېږ کې ونیو دقاضي یوې سیاسي فیصلې له ټوله کوره د اختر خوښۍ وتروړلې او د ویر په ټغر یې کښېنول


















