مینه ځلا
چې مينـه وسوځـي بې اوره زه بـه خـاورې شمــه
چې ته مې نه پرېږدې پېغوره زه به خاورې شمه
جــانـانـه ستـا پـه نوم مـې ټـولـه زنـدګــي لیکلــې
که دا ژوندون مې شي بې کوره زه به خاورې شمه
کـه بيـا مـو کلـي، ګودرونه، مسجـدونه وران شي
او که بیا ناوې شي سر توره زه بـــه خاورې شمه
تـه چـې جـدا شـوې زمـا داسـې کـیفیت بـدل شــو
لکه ماشوم چې شي بې موره زه به خاورې شمه
هـــره ارزو او تمنــا بـه شـــي شــهیـــده زمــــا
چې جنازه دې وړي تر ګوره زه به خاورې شمه
د “ځـلا” لپـو کـې دعـا یـې چـې خیانت ونه کړې
اې د سنګر ساتونکیه وروره زه به خاورې شمه


















