لیکوال : محمد العریفی
ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)
22 – خاص خاص خلکو ته سلام کول
الله تعالی هر خاص عام ته د سلام کولو حکم د دې لپاره کړی تر څو د خلکو په مينځ کې د محبت او رابطې نښانه جوړه شي، حکم يې کړی چې کوچنی دې غټ ته او غني دې فقير ته سلام کوي، همدا شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم هر عرب او عجم، تور او سپين ته حکم کړی چې دوی دې په هر چا سلام ور اچوي که يې پيږني او که نه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد مبارک دی :
لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنوا حتى تحابوا أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم ؟ أفشوا السلام بينكم.
ژباړه : تاسو خلک به جنت ته داخل نشی تر څو چې تاسو ايماندار نشی او تاسو به ايماندار نشی تر څو چې په خپل مينځ کې محبت ونه کړی، آيا زه تاسو ته يو داسې شی در ونه ښيم کله چې تاسو هغه وکړی نو د ستاسو په مينځ کې به محبت پيدا شي؟ په خپل مينځ کې سلام سره اچوی ([1] ).
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې خاص خاص خلکو ته به سلام کيږي، هغه داسې چې يو سړی به يواځې هغه چا ته سلام کوي له کوم سره يې چې شناخت وي او له کوم چا سره يې چې شناخت (انډيوالي) نه وي هغوی ته به سلام نه ور اچوي، سره له دې چې سنت خو دا ده چې هر مسلمان ته سلام ور واچول شي، هغه که تاسو پيژنی او که يې نه پيژنی.
ابوالجعد وايي ! له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه سره د يوه شخص ملاقات کيدو نو هغه وويل : ابن مسعود ! تا ته دې سلام وي، حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وويل : رښتيا ويلي دي الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ، ما د الله تعالی له نبي څخه د ويلو په وخت کې آوريدلي ! د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې يو سړی به جومات ته داخل شي مګر هلته به دوه رکعته لمونځ ونه کړي او دا هم چې يوسړی به يواځې پر هغه چا سلام اچوي له کوم چا سره يې چې يو شناخت وي ([2] ).
په صحيحينو کې يو روايت دی چې يوه سړي له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ! کوم اسلام بهتر دی؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
تُطْعِمُ الطَّعَامَ وَتَقْرَأُ السَّلَامَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَعَلَى مَنْ لَمْ تَعْرِفْ
ژباړه : د ډوډۍ ورکړه او په هر سړي باندې د سلام ور اچول خواه هغه ته پيژنی او که يې نه پيژنی ([3] ).
[1] – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۵۴.
[2] – صحيح ابن خزيمة : ۲/ ۲۸۳، وسلسلة الاحاريث الصحيحة : ۲/ ۲۴۸، حديث : ۶۴۸.
[3] – صحيح البخاری، الاستئذان، حديث : ۶۲۳۶، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۳۹.
















