تبصره
دوه مياشتې دمخه چې د افغانستان لپاره په کابل کې د امريکا د پوځونو قوماندان، د افغانستان لپاره د نورو پوځونو د رالېږلو غوښتنه کوله او بيا وروسته پرې د امريکا د نوي حکومت لخوا غور پيل شو، اوس یې نوې ستراتيژي له ځنډ سره مخ شوې ده.
امريکايي چارواکي چې څو څو واره یې په افغانستان کې د جګړې د بايللو اعتراف کړی دى، اوس غواړي بايللې جګړې ته د ګټلو لاره برابره کړې؛ ځکه خو د امريکا نوى جمهور رئيس، ټرمپ افغانستان ته په نورو پوځونو لېږلو ټينګار کوي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار، جنرال مک مسټر او د دفاع وزير، جيمز مټيس دواړه غواړي افغانستان ته نور پوځونه وليږي، اما د امريکايي چارواکو تر منځ په کابل کې نویو مرګونو پېښو اندېښنه رامنځ ته کړه. ويل کيږي چې اوس امريکايي چارواکي افغانستان ته په نوې ستراتيژۍ – چې په نظر کې نيول شوې وه تر پنځوس زره پورې نور پوځ افغانستان ته راوليږي- غور کوي.
په کابل کې نویو نا اراميو دا جوته کړه چې په افغانستان کې د پوځ په زياتوالي او د حکومت د امنيتي پوځونو په ډېرښت امنيت نه شي راتلای؛ که په افغانستان کې دمخه د يو لک څخه زيات بهرني پوځونه موجود و جګړه روانه وه، چاودنې او سرتېري بريدونه کيدل او اوس که يو شمېر بهرني پوځيان له افغانستانه وتلي دي، هم جګړې او بريدونه روان دي.
که څه هم امريکايي جنرالان غواړي افغانستان ته نور پوځونه راوليږل شي څو بايللې جګړه پرې وګټي، خو د ټرمپ سلاکار، سټيفن د دې پريکړې پر خلاف دى. وايي د پوځونو په زياتوالي سره د افغانستان جګړه نه شي ګټل کېداى، د افغانستان د حکومت په داخل کې ستونزه ده چې تر څو هغه نه وي هواره شوې، پر مخالفينو برى موندل ناشوني دي.
دا چې په افغانستان کې امنيتي حالات ورځ په ورځ خرابېږي امريکايي چارواکي هم د افغانستان په اړه په نوې ستراتيژۍ حيرانه دي، چې څرنګه ځان له دې سريښمن ډنډه وباسي او خپل پوځونه روغ هډونه خپلو کورنيو ته ستانه کړي.
د امريکا د سنا د مجلس غړي په دې باور دي چې په افغانستان کې تازه پېښو، په کابل کې د ټانکر بم چاودنې، پر مظاهره کوونکو ډزو او د هغوی وژنو او د جنازې په مراسمو کې چاودنو سره امنيت نور هم خراب شو. که په افغانستان کې هر څو په جګړه لښت وشي نه ګټل کيږي؛ غوره دا ده چې د جګړې څخه د خلاصون او افغانستان څخه د وتلو غوره لار ولټول شي، ځکه په افغانستان کې جګړه نه ختمېږي او موږ نوره دا تاواني جګړه په خپلو اوږو نه شو وړلاى.
حقيقت همدا دى چې په افغانستان کې د بهرنيو په زياتوالي سره ستونزه نه حل کيږي؛ حکومتي چارواکو ته پکار ده چې خپله ستونزه د افغانانو تر منځ په خپلو کې سره حل کړي، ځکه د کابل نویو نا اراميو د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي وځنډوله څو پوره غور پرې وکړي.
















