ژباړن: عزیر اسدخیل
له یوه ډیر ښکلي او کاکه ځوان سره روانه وه ، په څنګ کې یې ورسره یو سپین ږیری سړی دی چې ګوزڼ وهلی ټول لړزیږي او پر لاره سم صحیح نشی تللی.
ځوان او پیغله همداسې روان وو چې ناببره د سپین ږیری سړي پښه په یوه داسې کنده وبرابره شوه چې هغه په چټلو اوبو ډکه وه، له دې سره اوبه وشیندل شوې آن چې د پیغلې تر سینې وروالوتې، پیغلې د سپین ږیرې پر مخ کریکې کړي، او ورته یی وویل چې: (چې ته خو بیخي انسان نه یې، سم خر یی)
ځوان هم څپیړه پورته کړه او سپین ږیری سړی یې په ډیر شدت سره وواهه، له دې سره سړی په ځمکه پریوت.
زلمی او پیغلې د دې سپین ږیري سړي توهین او سپکاوی وکړ، کله چې له ځمکې راپورته شو ، زلمي ته یی وکتل چې د ډیر ځواکمن بدن څښتن دی، او نشی کولای د غچ په موخه څپیړه ورکړی، له ځانه سره وبنګیدو خو آواز یی چا وانه ورید، سپین ږیری همداسی ولاړ و، او پیغله او ځوان یوه نږدې کور ته ننوتل. سپین ږیری هماغسې د کندې پر خوا ولاړ پاتې شو.
زلمی او پیغله د کور لوړې زینې ته وختل یو څو شیبې نه وې تیرې شوې چې زلمې د زینې له سر نه لاندې پر ځمکه راوغورځیدو او نیغ په هماغه کنده وبرابر شو، سر یې په کنده ولګیدو او ځای پر ځای ومړ.
پیغلې نارې سورې جوړ کړې چې وه ګرانه وه ګرانه، او دې سره یې سپین ږیرې سړی ته مخ کړ چې دا خو تا وواژه، ټولو خپلوانو ته یې چیغې کړې، خلک راټول شول، سپین ږیری یې ونیو او د وخت قاضي ته یې وړاندې کړ.
پیغلې قاضي ته وویل دا سړی جادوګر دې یو څه منتر یې له ځانه سره وویې چې له امله یې زما یار ووژل شو، قاضی له سپین ږیري سړي وپوښتل، سړی وویل:
څه شوي؟
سپین ږیري وویل:
زما پښه په یوه کنده برابره شوه چې له اوبو ډکه وه او وجه یې دا وه چې زه رنځور یم، بدن مې ټول لړزیږي، نو د اوبو له الوتلو سره د دې پیغلې سینه په اوبو ولړل شوه، زه بیا دې ځوان چې د دې پیغلې سره و، په څټ کې یوه سخته څپیړه ووهلم.
زه پاڅیدم چې غچ واخلم او یوه څپیړه یې ووهم خو چې ورته مې وکتل ډیر زورور راته ښکاره شو، نو مې له ځانه سره وویل: ای متعال خدایه! دې ځوان خو زما په وهلو خپل قوت ښکاره کړ نو ته هم د ده په اړه ماته خپل قوت راښکاره کړه. دې سره څو شیبې نه وې تیرې شوې چې سړی راپریوت او ومړ، او سره یې په همدغې کندې وبرابر شو. دې سره قاضي پیغلې ته مخ کړ او ورته یې وویل:
سپین ږیري ستا یار ندې وژلی. بلکه یار دې پر تا باندې غیرت کړی او ده ته یې څپیړه ورکړې، او دې سپین ږیري باندې خپل یار غیرت کړی او دی یې وژلی.
چې کله درباندې ظلم وشو نو تل الله ته توجه کوي، الله ډیر زر دعا قبلوونکی دی.
که یوه پښه په ځمکه خپل خاپونه پریږدي، نو ژبه هم په زړه کې اغیزې پریږدي. مبارک دې وي هغه چاته چې پر هیچا د ظلم وږی نه دی.
نه د چا غیبت کوی، نه څوک توهینوي، او نه ځان پر چا لوړ بولي، مونږ ټول له دې فاني نړۍ تلونکي یو.
اي ربه! له خلکو سره مو ښه ناسته پاسته نصیب کړی، د نفس تزکیه مو په برخه کړی، او ښه خاتمه مو نصیب کړې.

















