د ویاړ څلې
لیکنه : راشد
ايوب خان ولد امير شير علي خان ولد وزير دوست محمد خان ، د امير عبدالرحمن خان ورور ، د هرات حاکم وو ، د انګرېزانو د دوهم يرغل پر مهال ، د هرات او د کندهار د شاوخوا له خلکو نه جوړ شوي لوی لښکر سره چې شمېر يې ۱۲ زرو ته رسېدو له ۳۲ توپونو سره له هرات څخه د مېوند ډګر ته ورسېد ، د جهاد فتوا مولوي عبدالرحيم کندهاري او د هېواد نورو عالمانو ورکړې وه ، د انګريزانو مشر بر روز له دولس زره انګرېزانو او د ګوډاګي شيرعلي خان ولد مهر دل خان ، له درې کنډکونو سره تياره د سيند غاړه نيولې او توپونه يې تيار کړي وو ، د شير علي د درې واړو کنډکونو عسکرو چې څنګه د ايوب خان ملي لښکر وليد ، انګرېزان او ګوډاګی يې پرېښودل له ايوب خان سره يو ځای شول .
شپږ ورځې واړه واړه جنګونه کېدل ، په اوومه ورځ عمومي جنګ پيل شو ، چې أخر تن په تن جنګ پيل او د دښمن په نابودېدلو پای ته ورسېد .
د انګرېزانو له دولس زره کسانو څخه يواځې پنځه ويشت کسان ژوندي له ګوډاګي شير علي خان سره په تېښته بريالي شول ، نور ټول له تېغه تېر شول ، دا جنګ د ۱۸۸۰ م په جولائی کې شوی وو .
ملالۍ : د ميوند پدې جنګ کې سپېڅليو خوېندو هم برخه اخستې وه ، پدوی کې يوه هم سپېڅلې پيغله ملالۍ وه ، ملالۍ په جنګ کې شريکه وه ، کله چې د افغاني لښکر بيرغ وال شهيد شو، ملالې فورًا بيرغ را پورته کړو ، او د ننګ په مشهوره ترانه يې مجاهدينو ته نوې سا ورکړه ، چې ويل يې :
خـال به د يار له وينو کېږدم چې شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه
که په ميوند کې شهيد نه شوې خدايږو لاليه! بې نګۍ ته دې ساتينه


















