پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د پاکستان په زندان کې د استاد یاسر د بند اوومه کلیزه

kabull نشرونکی: kabull
دسمبر 31, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
136
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

عمار یاسر –
د نن څخه پوره ۷ کاله مخکې په ۳۱ دسمبر ۲۰۰۸ د پاکستان په پیښور ښار کې استاد محمد یاسر د پاکستاني استخباراتو لخوا د دوهم ځل لپاره ونیول شو. استاد یاسر چې اصلی نوم یی زمرک ولد عصمت الله دی د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبي کلي کې په کال ۱۹۵۳ میلادی کې زیږدلی، څلور کلن د پلار څخه یتیم پاتې شوی، د تربیت او سرپرستۍ چارې یې یوازني مشر ورور ډګر جنرال بهادرخان په غاړه درلودې، لومړنۍ زدکړې یې د وردګو په بمبي کلي کې او د مکتب دوره یې د کابل په حبیبیه لیسه کې په کال ۱۹۷۱ میلادي کې بشپړه کړې. د دولسم ټولګي وروسته په یو تحصیلي بورس باندې چې په هغه کال د هیواد په سطح لسو ممتازو شاګردانو ته ورکړل شوی وو امریکا ته ولاړ، په امریکا کې د لا زیاتې مودې پاتې کیدو او لوړو تحصیلاتو د زمینې په درلودلو سربیره په کال ۱۹۷۳میلادي کې چې د داود خان د کودتا ۲۶ د سرطان ورځې سره سمون خوري بیرته هیواد ته راستون شو او د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې یې تحصیلاتو ته ادامه ورکړه.
په هیواد کې د روان وضعیت او د داود خان په نظام کې د کمونیستانو د نفوذ او په هیواد کې د کمونیستي فکر د ترویج د مخنیوي په منظور د نورو با احساسه محصلینو او استادانو سره د کمونیستانو او د دوی د فکر په خلاف مبارزه پیل کړه چې د وخت په تیریدو سره دغه با احساسه ډله ځوانان او استادان د حکومت د ظلم، جبر او تشدد له وجې شهیدان، بندیان او پاتې نور یې د هیواد پریښودو ته مجبوره شول.
استاد یاسر د داود خان په دوره کې پاکستان ته مهاجر او د هغه ځای څخه د تحصیل د بشپړولو په نیت سعودي عربستان ته ولاړ او د مدینې منورې په اسلامی پوهنتون کې یې د شرعیاتو پوهنځي ولوسته. په هیواد کې د ۷ د ثور کمونیستي کودتا او نظام په خلاف په مدینه منوره کې افغان محصلینو یو تحریک پیل کړ چې استاد یاسر د دغه تحریک مشري په غاړه درلوده او د هغه ځای څخه یې د مجاهدینو او جهادي تنظیمو د حمایت لپاره کار پیل کړ.
د فراغت وروسته په کال ۱۹۷۹ میلادي کې پاکستان ته ولاړ او د هیواد د اشغال په خلاف او د اسلامی نظام د قایمیدو په هدف یې د وخت جهادي تنظیم جمعیت اسلامي څخه مبارزه پیل کړه. په جمیعیت اسلامي کې د عالي شورا غړی او دعوت او ارشاد کمیسون د رییس په توګه دنده ترسره کړې، وروسته د سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان په نوم د جهادي تنطیمونو اتحاد جوړ شو چې بیا د اتحاد اسلامي افغانستان په نامه جدا تنظیم پاتې شو، استاد یاسر د سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي افغانستان معاون، د اجرایې شورا غړی او د سیاسي کمیټي رییس په توګه دندې اجرا کړې. نوموړی د جهادی تنظیم اتحاد اسلامي افغانستان په نمایندګۍ د امریکا، جرمني، سویس، سوډان او خلیجي هیوادونو په شمول ډیرو هیوادونو ته سفر او په نړیوالو کنفرانسونو کې د مجاهدینو په نمایندګۍ شرکت کړی. په کال ۱۹۸۸ میلادی کې د مجاهدینو په جلا وطنه عبوری حکومت کې د دعوت او ارشاد وزیر هم پاتی شوی.
استاد یاسر د سیاسی او دعوتي کارونو ترڅنګ د سنګر د مجاهدینو د احوال پرسۍ او نظامي جهاد سره د مینې په خاطر وخت په وخت د جهاد ګرمو سنګرونو ته هم تلو چې په کال ۱۹۸۶د روژې مبارکې میاشت کې د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ په نازیانو سیمه کې د روسانو په خښ کړل شوي ماین زخمی شو چې د ماین وړې پارچې او د زخم نښانونه یې تر ډیرو کالو پورې پرمخ ښکاریدل.
د روسانو او د هغوی د مزدورانو په خلاف د جهاد د بریا او د نجیب حکومت د سقوط وروسته د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ کابل ته ولاړ او د مجاهدینو په اوله دوره موقتي حکومت کې یې د فواید عامې وزیر په توګه دنده ترسره کړه، خو کله چې برهان الدین رباني د حکومت واګي ترلاسه کړل نو استاد یاسر د مجاهدینو خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله د وزارت څخه لاس په سر شو. د وزارت پریښودو وروسته نوموړی د هجرت په دیار کې په درس، تدریس او دعوتي کارونو مشغوله شو. په (دعوت او جهاد) پوهنتون او نورو مدارسو کې یې د عقایدو د استاد په صفت زرګونه شاګردان وروزل او په همدې موده کې د عمر په څلویښت کلنۍ کې يې قرآن کریم هم په بشپړه توګه حفظ کړ. د رباني او طالبانو دواړو دورو حکومتونو کې یې د تدریس ترڅنګ د تنظیمونو خپل منځي او بیا د طالبانو او تنظیمونو ترمنځ د سولې او روغې جوړې هلو ځلو کې فعاله ونډه درلوده.
د طالبانو د حکومت په خلاف د امریکایي یرغل د لومړیو بمباریو په وخت د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د کابل څخه د امریکا په خلاف خپل جهادي دریځ او د طالبانو ملاتړ اعلان کړ. د ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) په مشرۍ یې د امریکا او متحدینو په خلاف عملا وسله واخیسته، د کابل او ډیرو ولایاتو سقوط باوجود په وردګو کې د خپلو مجاهدینو سره اوسیدو تر څو بې سرپرسته او نابلده مجاهدین او د هغوی کورنۍ په حفاظت سره مصئونو ځایونو ته ورسوي. په هغه لومړیو سختو حالاتو کې د وخت د مقتضی سره سم استاد یاسر د ولس د بیدارۍ او مجاهدینو د حمایت لپاره په سري او علني غونډو پیل او د جهاد دعوت ته یې خپل ټول وخت وقف کړ.
په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو لخوا د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مسؤلیت وروسپارل شو چې د طالبانو د سقوط وروسته په لومړي ځل یوه پیژندل شوې سیاسي او جهادي څیره د طالبانو په نمایندګۍ په مطبوعاتو کې ښکاره او د مجاهدینو غږ یې پورته کړ او د روان جهاد انځور یې په نړیوالو مطبوعاتو کې ژوندی او نړیوالو ته ورساوو. د مطبوعاتي او فرهنګي کمیسون د رییس په توګه د استاد یاسر د خدمتونو څخه یو هم د تبلیغاتو لپاره د عصري وسایلو او پرمختللیو لارو څخه استفاده وه چې هغه وخت د طالبانو رسمي انټرنټ پاڼه (الاماره) په لومړي ځل پرلیکه او نشرات یې پیل کړل. الاماره ویب پاڼې د روان جهاد غږ او د افغان مظلوم ولس حالت په ډیره مؤثره او سریعه توګه تر نړیوالو ورساوه او رسوی یې.
استاد یاسر لومړی ځل د ۲۰۰۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو او د څو میاشتو بند وروسته د څو نورو طالب چارواکو سره یوځای په کابل کې امریکایانو ته وسپارل شو. نوموړی د کابل په امنیت زندان او پل چرخي محبس کې د ۲۰ میاشتو بند وروسته د یو ایټالوي بندي په بدل کې د څلورو نورو طالب چارواکو سره د ۲۰۰۷ کال په مارچ میاشت کې تبادله او د مجاهدینو سره په هلمند کې میشت شو. نوموړي د بند وروسته د جهادی مصلحت او امنیتي ملحوظاتو په اساس د پاکستان د قبایلو په شمول په مختلفو ځایونو کې وخت تیر کړ او په دې دوران کې یې هم د مجاهدینو د تربیت او د جهاد د تقویې لپاره ډیرې ستړیاوې وګاللې چې بالاخره د ۲۰۰۸ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه په پیښور ښار کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو.
د نیولو وروسته تر یو کال پورې د نوموړي احوال د یوې غیر رسمي لارې څخه کورنۍ او متعلقینو ته رسیدو او د ژوند او صحت څخه یې اطمینان ترلاسه کیدو خو د ۲۰۱۰ کال څخه د نوموړي په اړه د هغه کورنۍ او نورو متعلقینو کوم احول نه دی ترلاسه کړی، البته د راخلاص شوو بندیانو لخوا داسې احوالونه راتلل چې د پیښور صدر په یو پټ پوځي زندان کې ساتل شوی. د همدې احوالونو د جملې څخه د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د یو راخلاص شوي بندي لخوا داسې احوال راغی چې استاد یاسر د پیښور صدر په پوځي زندان کې ساه ورکړې او شهید شوی. باید اوایو چې استاد یاسر د بند په هغه ټوله موده کې چې خبر ترې راتلو په قید تنهایي(کوټه قلفي) کې ساتل کیدو او د هیڅ بندي ورسره مباشر کتل او خبرې نه دی شوی. د شهادت دغه آوازه د استاد یاسر د کورنۍ په شمول د مطبوعاتو له لارې ټولو هیوادوالو ته ورسیده خو البته د رسمي منابعو څخه یې په اسنادو تصدیق ونه شو.
په پاکستاني زندان کې د استاد یاسر د شهادت د آوازې په اړه د افغانستان اسلامي امارت هم په یوه اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل چې د دې پیښې د صحت په اړه وضاحت ورکړي خو تراوسه د استاد یاسر کورنۍ او متعلقینو ته د نوموړي د ژوند یا شهادت په اړه هیڅ راز اسناد او شواهد نه دي رسیدلی، نو ځکه هم د استاد یاسر کورنۍ، ټول مجاهدین او عام مسلمانان د استاد یاسر د بند شپې او ورځې حسابوي او د نوموړی په شمول د ټولو بندیانو چې د اسلام او جهاد په لاره کې د بند سختې شپې او ورځې تیروي د عافیت او آزادۍ دعا کوي.
الله دې وکړي چې زمونږ د هیواد څخه د اشغال ټغر هرڅه ژر ټول او په هیواد کې د اسلامې نظام تر سیوري لاندې سوله او امنیت تأمین شي ترڅو افغانان د دې مشکلاتو، دربدریو او مهاجرتونو څخه خلاص او په هیواد کې سوکاله او آرامه ژوند وکړي
مخکینې مطلب

ميوند ، ايوب خان او ملالۍ

بل مطلب

دکابل ټکي کام دمسابقې دليکنو لړۍ / درېيمه کړۍ

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com