د ورځې خبره
د کابل بانک د فساد قضیه لا نیمایي ته نه ده رسیدلي چې دا دی یو بل غټ مالي سکینډل رسوا شو .
دا څو ورځي کیږي آزادي رسنۍ د کابل د فاسدو چارواکو د مالي فساد هغه راپور کښته پورته کوي چې د ولسي جرګې د مخدره توکو د انسجام کمیټې را برسیره کړي .
په راپور کې راغلي چې بهرنیانو تر ۲۰۱۴م کال پوري له افغانستان سره څه د پاسه ۴۱میلیارد ډالره نغدي مرستي کړي ، خو د کابل د مفسدي ادارې د لوړ پوړو چارواکو په سرپرستۍ کې ۲۱ میلیارد ډالره داسی ترې غلا شوي چې ریکارډ یې هم په مکمل ډول تري تم شوی دی .
دغه پیسې زیاتره د اردو او پولیسو په برخه کې د هغوی د روزني او معاشاتو په نامه ایستل شوي ، ولي په حقیقت کې هغه هیڅ هم نه وو .
له بلي خوا هغه تیل چې د یرغلګرو ځواکونو په نامه راتلل ؛ له هغوی نه هم ۹۰٪ فیصده د ۲۰ شلو ناقانونه کمپنیو په توسط غلا شوي او دا کمپنۍ هم ټولي د ملي اردو د غټو افسرانو او نورو لوړپورو حکومتي چارواکو دي .
د کابل د لاسپوڅي ادارې چارواکي همیشه پر مجاهدینو تور لګوي چې د هیواد د بیا رغوني په لاره کې دوی خنډ واقع شوي ، په داسی حال کې چې مجاهدین تل د هیواد د آبادۍ په حق کې د هرډول همکارۍ ژمنه کړي او له هغو خلکو نه یې غوښتنه کړي چې په ريښتیني توګه دې پرته له کوم فساد او ضرره د هیواد د بیا آبادۍ لپاره را وړاندي شي ، په مخلصانه ډول دې د خلکو خدمت وکړي . موږ ورسره همکاري کوو . ولي د فساد او ناوړه اغراضو لرونکو خلکو ته موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې د آبادۍ په نوم د یرغلګرو د ناوړو پلانونو د عملي کولو لپاره کار وکړي .
خو د دې هرڅه باوجود د کابل ګوډاګۍ ادارې چارواکو هم دنیاوالو ته او هم یې ملت ته ویل چې طالبان یې په وړاندي خنډونه ایجادوي ؛ کنه نو دوی به د بیا رغاوني لپاره ډېر څه کړي وای .
خو دا دی چې د هغوی خیانت او مالی فسادات ورو ورو پخپلو منځونو کې هغوی سره رسوا کوي ، کنه پکي شریک ټول چارواکي دي . ملت ته د څه ورکولو اراده یې نه له مخکي درلوده او نه یې بیا لري . فقط د خپلو جیبونو د ډکوولو په غرض ناست دي او ملت یې له یو بد سرنوشت سره مخ کړی دی .
نړیوال هم باید نور په دې پوهـ شي چې پر دا ډول فاسدو او غلو چارواکو باندي اعتماد کول له افغانستان او د افغانانو سره د دښمنۍ پرته بله هیڅ معنی نلري . د نړیوالو له لوري دا ډول مفسد چارواکي د افغان ولس استازي ګڼل ؛ د نړیوالو بې انصافي او ظلم دی .

















