ژباړن : عطا محمد میاخېل
رښتینې لنډه کیسه :
یوې مسلمانې پېغلې د مازدیګر د لمانځه له ادا کولو وروسته، ځان سینګار کړ، سپینې جامې یې واغوستې او ځان یې واده ته چمتو کړ، ځکه چې همدا نن شپه یې د واده شپه وه، څو شېبې وروسته یې د ماښام د لمانځه اذان واورېد، نوموړې پوهېده، چې اودس یې نه شته، خپلې مور ته یې وویل : مورې ! زه باید اودس وکړم او د ماښام لمونځ ادا کړم؛ موریې حیرانه شوه او وې ویل : لېونۍ شوې یې، مېلمانه تاته انتظار دي، هغوی غواړي، چې تا وویني، که چېرې اودس وکړې سینګار دې خرابېږي او له منځه ځي، موریې زیاته کړه : زه ستا موریم او تاته امر کوم، چې اوس لمونځ مه ادا کوه، که چېرې لمونځ وکړې او زما خبره ونه منې، نو زه درباندې په غوسه کېږم .
مسلمانې پېغلې وویل : په الله (ج) مې دې قسم وي تر څو پورې چې لمونځ ادا نه کړم، له دې ځایه به بهر ونه وځم . مور جانې ! ته باید په دې پوه شې د مخلوق د اطاعت له پاره د الله (ج) نا فرماني ډېرې بدې پایلې لري .
موریې وویل : دغه مېلمانه چې ستا د واده له پاره دلته راغلي دي، که چېرې تا پرته له سینګاره وویني، نو څه به وایي ؟ بې سینګاره ناوې ؟
لورې ! ته هغوی ته ښایسته نه معلومېږې، ریشخند به دې کړي .
پېغلې په مسکا خپلې مور ته وویل : مورې ! ته په دې اندېښنه کې یې، چې د خلکو تر نظره ښایسته او د الله (ج) په نظر بدرنګه معلومه شم ؟ او په بې لمانځۍ سره د خدای (ج) له رحمت څخه بې برخې شم ؟
مورې ! زه په دې اندېښنه او فکر کې یم، که چېرې لمونځ ونه کړم او رانه قضا شي، نو د الله (ج) د رحمت له نظره غورځم .
مسلمانې پېغلې اودس وکړ د خپل سینګار پروا یې ونه ساتله او په لمانځه ودرېده، کله چې سجدې ته ټیټه شوه په دې نه پوهېده چې دا به یې وروستۍ سجده وي، د سجدې کولو پر مهال له دې فاني نړۍ سره یې د تل له پاره مخه وکړه .
حضرت نبي کریم (ص) د لمانځه پرېښودل کفر بللی دی، چې فرمایلي یې دي :
عَن جَابِر بن عبدالله قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم بَیْنَ الرَّجُلِ وَ بَیْنَ الشِّرکِ وَالْکُفرِ تَرْکُ الصَّلوةِ .
( رواه مسلم )
ژباړه : د بنده او د شرک او کفر ترمنځ فرق یوازې د لمانځه نه کول دي .
مسلمانو خویندو او وروڼو ! آیا پوهېږئ چې مرګ څه وخت راځي ؟ کومه شپه، کومه ورځ، کوم ساعت او په کوم حالت کې ؟ زه په دې باور لرم چې نه پوهېږئ، نو ولې بې لمانځي اختیاروئ ؟ .


















