(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳۰) د کرکټ د نولس کلنو نړيوال جام سياليو په لړ کې ايرلينډ افغانستان ته د څلورو منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان نولس کلنې لوبډلې وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د توپ وهنې چانس ورکړ.
ايرلينډ لوبډلې په ټاکل شويو پنځوس اورونو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغانستان ته يې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.
افغان نولس کلنې لوبډلې د کمزورې توپ وهنې له کبله په نهه څلوېښت اعشاريه دوه اورونو کې د ۲۲۱ منډو په جوړېدو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه د ايرلينډ په ګټه پای ته ورسېده.
د لوبې په وروستيو شېبو کې داسې ښکارېده چې دغه بريا به هم افغان نولس کلنو لوبډله خپله کړي، ځکه څلور بالونه او څلور منډې پاتې وې، خو د افغانستان د وروستي لوبغاړي په سوځېدو سره د څلورو منډو په توپير دغه سيالي د ايرلينډ په بريا تمامه شوه.
د افغانستان نولس کلنو لوبډلې په روانو سياليو کې تر دې مخکې له پاکستان او سريلانکا څخه دوه سيالۍ ګټلې وې.
دغه سيالۍ چې په نيوزيلنډ کې پيل شوي د نولس کلنو د نړيوال جام سياليو ۲۱ لوبه ده.

















