یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د جدې شپږمه د کمونیزم د شکست اغاز و

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 27, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
158
ځلې شریک شوی
380
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبد الله احمدي  

د جدې شپږمه د ګران هیواد په تاریخ کې د هغې ورځې په نوم ثبت ده چې له ځان سره د غمونو، قتلونو، ظلمونو، وحشتونو،ورانیو، مهاجرتونو او دربدریو پوره پوره فصلونه او بابونه لري.

په دې ورځ ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې په شپږم تاریخ د افغانستان په پاک حریم باندې سرو لښکرو د کور، ډوډۍ او کالیو تر عنوان لاندې د یو شمیر بزدله، بې ننګه او پردیپاله تش په نوم افغاني څېرو په ملتیا او ښکاره مرسته ناروا بربنډ وحشیانه تیری او یرغل وکړ. د وخت ایجنټ ولسمشر حفیظ الله آمین یې وواژه او د هغه پر ځای یې ببرک کارمل په خپلو ټانګونو سپور کابل ته راووړ او د افغان مسلمان په ګدۍ یې د نانځکې په څیر کښېناوه.

دا هم ولولئ

رسنیزه جګړه لا هم توده ده

د ټرمپ د ګواښونو تر شا لوبه: جګړه که اعظمي فشار؟

علم، عمل او مسئوليت؛ د يو بريالي شخصيت درې نښې

ډیر ژر یې په بې دریغه توګه ظلمونو او وحشتونو ته مخه کړه.

د پوهنځيو او پوهنتونونو محصلین د لمونځ په تور، ملک او ارباب د فېو‌‌‌‌‌‌ډال په ګناه، ملا او عالم د دین په ګناه، نظامیان او حتی خپل مشران یې د امپریالیزم سره د تړاو په تور او عام افغانان یې په دې تور چې د خلق ‌‌‌‌‌‌ډيموکراټيک ګوند غړیتوب نلري پولیګونونو، زندانونو او ژوندي ورک کړل. شاګرد استاد او استاد شاګرد له منځه یووړ. دا ورځ یقینا د افغان په تاریخ کې د ظلمونو او وحشتونو یو بې سارې ورځ او د عجیب غیر معقول اوښتون ورځ وه.

کابل په پوهنتون کې د الحاد، بې دیني درسونه پيل او لمونځ د اخوانیتوب نښه وه.

دغه یرغل په افغانستان کې د ناخوالو، وژنو، بې ثباتۍ او جګړې اوربل کړ، چې تراوسه یې لمبې د افغانانو له هډونو پورته کېږي او پکې رغړي.

نړیوالو او په ځانګړې توګه روسيې داسې انګېرلې وه چې افغانستان به هم د نورو هېوادونو په څېر مستعمره کړي او د خپلې جغرافیې برخه دې وګرځوي، خو دوی ته معلومه نه وه چې افغان شاه زلمو د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې له تیکو تورې را بهر کړې اوپه شرنګ يې سرو پوځي لښکرو ته ماتې ورکړه او په ګونډو يې کړل.

د مجاهد ملت دغه اتلولې او مېړانه د هېواد د تاریخ پر پاڼو په طلايي کرښو ثبت او خوندې شوې ده.

د روسیې په زرګونو پوځيان، زغره وال ګاډې، الوتکې او نور جنګي تجهیزات او وسلې له خاورو سره خاورې شوې. بالاخره د الله په نصرت دا فغان مسلمان ولس په قوي عزم او مړانه ټیټ سرونه او په شرمناک ډول د مېړنیو له ټاټوبي (افغانستان) څخه ووتل.

دې ورځ له ځان سره څه راوړل او څه یې را څخه یووړل؟ په لنډ ډول یې یادونه کوم:

۱ــ د کمونیزم وحشي صفته مفکوره یې په افغان مسلمان ولس کې تر ډیره حده خوره کړه خو لله الحمد د روسانو په ماتې سره د کمونیزم څادر هم په ټولېدو شو.

۲ــ په دغه ستره غمیزه کې د ګران هېواد ډیری ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې، نږدې دوه مېلیونه افغانانو د شهادت جام پر سر واړوه او په همدومره اندازه نور ټپیان او زخمیان شول، چې تراوسه یې د میندو اوښکې لا وچې نه دي.

۳ـــ د لس میلونو په شاوخوا کې افغانان بې کوره پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته مهاجر شول او تر نن ورځې په هغو هیوادونو کې بې برخلیک پراته دي.

۴ــ د افغانستان د څلویښت کلن بحران اساس او تهداب له همدغه وخت نه شروع شو چې تر ننه یې له میکروبه افغانان کړیږي.

۵ ــ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﺗﺮﻣﻨځ ﺩﺑﯥ ﺑﺎﻭﺭﻱ ﺗﻮﺭﻩ ﻓﻀﺎ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﺷﻮﻩ، مختلفې ډلې ټپلې، احزاب او ګوندونه جوړ شول چې هر یو یې د افغانانو په زورلو کې تر بادار په نمبرو کې مخته وو.

۶ ــ د مظلومو افغانانو په وینو رنګ سره ورځ!

د ګران هیواد د مادي او معنوي تباهۍ پیلامه!

د یو اتل ملت د خپلواکۍ پر ویاړلي تاریخ د غلامۍ تور داغ!

پر انسانیت د حیوانيت( کمونیزم) نظریې د پلي کولو هڅه!

پر عدالت د بربریت د حکومت پیل!

باالاخره د افغان ملت د ټولو بدبختیو او ناخوالو دریڅه!

د کور، کالي او ډوډۍ غولوونکې شعار خپله اصلي بڼه افغانانو ته ښودله چې زه د کور پر ځای قبر د کالیو پر ځای کفن او د ډوډۍ پر ځای ویني ور کوم.

دغه ورځ که له يوه لوري زموږ د هيواد د اوږدو ناخوالو د پيل ورځ ده له بل لوري د نړۍ پر مخ د لوى زبرځواک د سرکشۍ او غرور د ماڼۍ د نړيدلو او نسکوريدلو د پيل ورځ هم ده.

همدا راز د کمونیزم د ګنده او لغوړنې نظریې د شکست د شروع ورځ هم بلل کیږي.

د هر يرغلګر لپاره د عبرت درس هم له ځان سره په برملا تورو لري.  دغه ورځ که له يوه لوري زموږ د هيواد د اوږدو ناخوالو د پيل ورځ ده له بل لوري د نړۍ پر مخ د لوى زبرځواک د سرکشۍ او غرور د ماڼۍ د نړيدلو او نسکوريدلو د پيل ورځ هم ده.

دغه راز ستره حماسه د نړۍ پر مخ د يوه نيم ملت  په تاريخ کې ځاى پر ځاى شوى دا تاريخې قدم زموږ ملت ته يو لوى ارزښت دى د يرغل او استبداد په وړاندي قيام چې لوى واړه، نر او ښځې پکې دخپلې عقيدې او وجدان په پريکړه برخه اخيستې وه سپيڅلى قيام وو.

پدې لاره مرګ وياړ, ستړیا يې د ستر رب رضا او تويه شوې هر څاڅکى وينه له شک پرته د نړۍ قيمت بها وينه ده.

دا راز دغه ورځ نني یرغلګر او دهغوی حلقه بګوشو غلامانو ته یو رسا او واضح پیغام ورکوي چې که هر څومره په قوت، دبدبه او زور کې یاست بیا به هم د افغانانو په دیار کې له ستر شکست سره مخ کیږي ځکه دلته تاسو پردي یاست.

دغه ورځ او پیښه د کمونیزم ټولو پیروانو او د هغوی افغاني لاسپوڅو ته د شرم وړ او اتل افغان ملت ته یې د دوی د سرښندونو او میړانو له امله د افتخار وړ ګڼم.

لکه څنګه چې د جدې شپږمه د کمونیزم د څادر د شکېدلو سبب شوه، غربي حاکمي لیبرالې ډیموکراسۍ ته دا پیغام ورکوي چې ستا ناولی کمیس به هم په افغانستان کې د غیورو افغانانو په لاس څیري کیږي، ځکه دلته هر هغه نظریه او فکر چې له سالم انساني فطرت سره تصادم کې وي پایښت نه مومي.

د دې جغرافیې وګړي موحدین او د اسلام مبارک دین منونکې دي غیر له اسلام څخه د بلې هرې نظریې چې د بشر په مټ یې تهداب اېښودل شوی وي سر سخت مخالف دي که څه هم یو څه وخت د قدرت په زور په خلکو حکومت وکړي خو ماتې به یې په قسمت کې حتمي وي.

نني د امریکا لاسپوڅي او ملاتړې باید له دې ورځې څخه عبرت واخلي چې بهرنی اشغال هیڅ وخت دائمي نشي پاته کېدای که هر څومره د قدرت، زور او وسلو خاوندان وي د روسانو په څیر به له شرمه ډکه ماتې خوري او په ټیټو سترګو به له ګران هیواد څخه د الله په نصرت سره وزي چې ستاسو لپاره به بیا یو لوی شرم او عار وي او په مړو څټو به د افغانانو رحم وکرم ته پاته یاست.

غیورو او زړورو افغانانو ته دا وایم چې له امریکایي اشغال څخه د خلاصون هلې ځلې نوري هم باید تیزي کړئ، نوره یې وینه په ختمېدو ده،  دا ځل چاته اجازه مه ورکوئ چې یو ځل بیا ستاسو په برخلیک لوبي او مزې چړچې وکړي بلکې د یو پرمختللي اسلامي افغانستان د جوړولو لپاره له ناجي ګروپ سره یو ځای شئ او د هیواد داخلي خائینو کړیو ته د لاسوهنو مجال مه ور کوئ خدای مه کړه د یو بل ناورین په لور مو بوځي.

مخکینې مطلب

سکاټ میلر: پوهیږو چې طالبان له نظامي لارو نه شو ماتولی

بل مطلب

د جدی شپږم د مارکس او لنين د زوال پيل

ځانګړي مطالب

مقالې

رسنیزه جګړه لا هم توده ده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 17, 2026
مقالې

د ټرمپ د ګواښونو تر شا لوبه: جګړه که اعظمي فشار؟

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
مقالې

علم، عمل او مسئوليت؛ د يو بريالي شخصيت درې نښې

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 13, 2026
مقالې

د نظامونو د بدلون سیاست؛ د نړیوال قانون پر وړاندې د زور منطق

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 7, 2026
مقالې

یمن؛ هغه جګړه چې مشروعیت پکې له واقعیت سره ټکر لري

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 5, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com